‎ له افغان شخصیتونو سره د  ‎تماس کمېسیون د ریاست الوزرا د سیاسي مرستیال په سرپرستۍ غونډه وکړه ‎

‎ له افغان شخصیتونو سره د ‎تماس کمېسیون د ریاست الوزرا د سیاسي مرستیال په سرپرستۍ غونډه وکړه ‎

له افغان شخصیتونو سره د تماس کمېسیون غونډه د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا د سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر په سرپرستۍ او د کمېسیون د مشر شیخ شهاب الدین دلاور او د یاد کمېسیون د غړیو هر یو د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست مولوي امیرخان متقي، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت د سرپرست شیخ محمدخالد حنفي، محمدانس حقاني او مولوي عبدالرحمن منصور په ګ‌‌‌‌‌‌ډون نن مازدیګر په سپيدار ماڼۍ کې جوړه شوه.
په دې غون‌‌‌‌‌‌ډه کې پر اړوندو مسایلو د نظریاتو له تبادلې وروسته تصمیم ونیول شو چې د افغانستان اسلامي امارت د رهبرۍ مقام له لوري تصویب شوې د کمېسیون لایحه/کاري کړنلاره، ژر د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې اعلان شي او کمېسیون عملا کار پيل کړي.