د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبد السلام حنفي په مشرۍ پرون چهارشنبه د روژې مبارکې میاشتې په ۲۶ مه د اداري کمېسيون غونډه تر سره شوه.
په دې غونډه کې پر نورو موضوعاتو سربېره د غږ نه اورېدونکو (کڼو) زدکوونکو د لېږد رالېږد وسایطو د قرارداد په موخه د تخنيکي او مسلکي تعليماتو ادارې طرحه تاييد شوه.
همدا راز له اړونده ادارو سره په همغږۍ د ترافيکو لوی رياست د طرحې پر هر اړخيزې بیا کتنې او ارزونې مفصل بحث ترسره او په اړه يې لازم تصميمونه ونیول شول.