د آم سي سي -جي سي ال چینایي شرکت رهبري پلاوي سره د ریاست الوزرا د سیاسي مرستیال کتنه

د آم سي سي -جي سي ال چینایي شرکت رهبري پلاوي سره د ریاست الوزرا د سیاسي مرستیال کتنه

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر د آم سي سي -جي سي ال چینایي شرکت (MCC-JCL Aynak Minerals Company Ltd) رهبري پلاوي سره په کتنه کې د مس عینک کان د کېندلو پروژې د پيل په اړه بحث او خبرې وکړې.
په دې کتنه کې چې په سپيدار ماڼۍ کې ترسره شوه، د یاد شرکت اجرائيوي رئيس ښاغلي اوو مین، د عمومي رئيس مرستیالې مېرمن ژانگ‌جي، ارشد استازي صفت الله رحیمي، د امنیتي برخې مرستیال ژانگ جی کوی او د یاد شرکت سکرتر ښاغلي یوي لایانگ هم حضور درلود، دواړو لوریو د مس عینک رااېستلو پروژې اړوند بېلابېلو مسایلو پر اساسي حل ټينګار وکړ.
محترم مولوي عبدالکبیر د چینایي شرکت پلاوي ته ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډ ورکړ چې د افغانستان اسلامي امارت د مس عینک د کېندنې بهیر د ژر پيلولو لپاره زیاتې همکارۍ ته چمتو دی او ام سي سي شرکت سره په همغږۍ په دې برخه کې لازم کوښښونه کوي.