د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال کاپیسا ته د سفر پر مهال په ستره ولسي غونډه کې ګډون وکړ

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال کاپیسا ته د سفر پر مهال په ستره ولسي غونډه کې ګډون وکړ

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن کاپیسا ته د سفر پر مهال په ستره ولسي غونډه کې ګډون او وینا وکړه.

په دې ستره ولسي غونډه کې چې د ملي دفاع وزارت لوی درستیز، د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت معین، د یاد ولایت سیمه ییزو مسؤلینو، علمای کرامو، مجاهدینو، قومي مخورو، فرهنګیانو او ځوانانو هم حضور درلود، په پیل کې د کاپیسا والي قاري احسان الله بریال مېلمنو ته د ښه راغلاست پر مهال وویل، موږ تل د ولسونو غوښتنې د اسلامي امارت مشرانو ته رسولي او نن مسؤلین او مشران راغلي، چې ستاسي غوښتنې او وړاندیزونه له نږدې واوري.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر یادې غونډې ته په وینا کې د روسانو په مقابل او په تېرو ۲۰ کلونو کې د امریکا او ناټو پر ضد د اسلامي امارت مجاهدینو د شهیدانو یادونه وکړه وې ویل، د دوی هیله په هیواد کې د اسلامي نظام ټینګښت وو. د خوښۍ ځای دی چې نن په هیواد کې د اسلامي نظام د حاکمیت شاهدان یوو،

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال وویل، دا نظام په بې شمېره قربانیو رامنځته شوی، موږ او تاسې ټول یې باید د ساتنې هڅې وکړو. هغه زیاته کړه، د ګلبهار نساجۍ فابریکې فعالولو او د باغ دره او تګاب میاخېلو بندونو رغاولو ته به لازمه توجه وشي.

همدا راز د ملي دفاع وزارت لوی درستیز محترم قاري فصیح الدین فطرت د اسلامي امارت د تېرې شل کلنې مبارزې، له بریا راوروسته د خلکو ترمنځ د یووالي، د سرتاسري امنیت د تأمین او د هیواد د ځمکنۍ بشپړتیا د ساتنې په برخو کې د اسلامي امارت د دفاعي او امنیتي ځواکونو د هڅو یادونه وکړه.

د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت معین شیخ محمد فقیر وویل، یاد وزارت خلکو ته د نېکیو امر کوي او له منکراتو یې منع کوي. د وزارت محتسبین دې خپلې دندې په نرمۍ او سمې ترسره کړي.

د کاپیسا ولایت یو تن علمي او فرهنګي شخصیت شیخ خواجه محمد فرید پخپلو خبرو کې وویل، د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله تعالی د عفوې فرمان تطبیق ته د مشرانو پاملرنه د ډېرو توطئو د شنډېدو لامل شوې. نوموړي زیاته کړه، د ګلبهار نساجۍ فابریکې فعالولو او د باغ درې بند جوړولو ته پاملرنه د کارموندنې زمینه ایجادوي.

وروسته د کاپیسا د علماؤ شورا رئیس شیخ مولوي احسان الله ناصح د اسلامي امارت له لورې یاد ولایت ته د ۱۳۰ کیلو متره سړک د منظورۍ قدرداني وکړه او له اسلامي نظام څخه د کاپیسا د خلکو د ملاتړ ډاډ یې هم ورکړ.