محترم مولوي عبدالکبیر:اسلامي امارت په هند کې د مېشتو محصلینو د ستونزو حل هڅه کوي

محترم مولوي عبدالکبیر:اسلامي امارت په هند کې د مېشتو محصلینو د ستونزو حل هڅه کوي

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن په هند کې له مېشتو افغان محصلینو سره په سپېدار ماڼۍ کې ولیدل.

په دې کتنه کې، لومړی دغو محصلینو خپلې ستونزې او وړانديزونه شريک کړل وې ويل، په افغانستان کې تر تحول وروسته هند پر افغان محصلینو ویزې بندې کړې دي او د دوی زده کړې نیمګړې پاتې دي.

دوی د اسلامي امارت رهبرۍ څخه غوښتنه وکړه، چې د دوی د ويزو ستونزه په حل کې دې همکاري وکړي، ترڅو خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر له یادو محصلینو څخه د مننې ترڅنګ هغوی وستايل چې په هر حالت کې د زده کړو لېوال دي او ډاډ يې ورکړ چې د ستونزو حل لپاره به يې اړوندو ادارو ته لارښوونه وکړي، ترڅو له هندي لوري سره په دې تړاو خبرې وکړي.

مولوي عبدالکبير د خپلو خبرو په پای کې زياته کړه، اسلامي امارت ټولو لوستو ځوانانو او کادرونو ته هرکلی وايي او دغو محصلينو ته په خطاب کې يې وويل: اسلامي امارت ستاسو په ګډون ټولو هغو محصلينو ته چې له هيواده بهر زده کړې کوي، بېرته هيواد ته د راستنېدو بلنه ورکوي او ورته ډاډ ورکوي چې هغوی ته به د کار او خدمت فرصتونه برابروي.