د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن په خپل کاري دفتر کې د تېرې ادارې یو شمېر والیانو سره وليدل.
په دې لیدنه کې، راغلو پخوانيو والیانو د اسلامي امارت د پالیسیو ستاینه وکړه، د هیواد په روان وضعیت یې خوښي وښوده او د دوام لپاره يې د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه.
راغلو والیانو وویل، اوس چې په هیواد کې سرتاسري امنیت راغلی، د هر افغان مال او عزت خوندي دی، نو زموږ د ټولو مکلفیت دی، چې د اسلامي امارت تر څنګ ودرېږو او د دې نظام د ثبات او دوام لپاره ګډ کار وکړو.
دوی همداراز خپلې تجربې، مشورې او وړاندیزونه هم د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال سره شریک کړل.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر له دوی څخه په مننې وويل، افغانستان د ټولو افغانانو شریک کور او اسلامي امارت یې شریک نظام دی، له تبعيض پرته د اسلامي امارت دروازې د ټولو افغانانو پر مخ خلاصې دي.
نوموړي زیاته کړه، اسلامي نظام د افغانستان د مجاهد ولس په سرښندنو راغلی، نو اسلامي امارت به هېڅکله هم له خپل ملت خیانت ونه کړي.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر وویل، اسلامي امارت په افغانستان کې عمومي عفوه اعلان کړې، هېڅوک حق نه لري چاته پېغور ورکړي یا د تېرو کړنو له امله چاته ګوته ونیسي.
محترم مولوي عبدالکبیر د خپلو خبرو په پای کې، پر ټولو بهر مېشتو هيوادوالو غږ وکړ، چې بېرته خپل هيواد ته ستانه شي او دلته په عزت ژوند وکړي.#