د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس محترم ډاکتر ملا عبدالواسع نن له غرمې مخکې د شمال او شمال ختیځو ولایتونو یو شمېر ځوانانو سره په ارګ کې وکتل.
په پیل کې، د ریاست الوزرا مقام د دفتر عمومي ریاست د سیاسي او ولسي چارو رئیس محترم شیخ محمود ذاکري دغو ځوانانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، ځوانان د ملت او حکومت ترمنځ د پُل حیثیت لري او هماغسې چې د خلکو ستونزې له حکومت سره شریکوي، د نظام غږ هم باید تر ملت پورې ورسوي.
ورپسې، فخرالدین فخري، سید عمران مجددي او سید صدیق الله صارم د نورو ځوانانو په استازیتوب د ځوانانو د علمي سطحې لوړولو، پر ځوانانو پانګونې، د نوښتګرو او معلولو ځوانانو ملاتړ او په یادو ولایتونو کې د روغتیایي مرکزونو تجهیزاتو ته د پاملرنې په برخو کې خپلې ستونزې او وړاندیزونه شریک کړل.
د ریاست الوزرا مقام د دفتر عمومي رئیس محترم ډاکتر ملا عبدالواسع هغوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، ځوانان د ټولنې د ملا د تیر حیثیت لري او سالمه روزنه یې د سالمې ټولنې د رامنځته کېدو ضمانت کوي.
ډاکتر ملا عبدالواسع زیاته کړه، هماغسې چې ځوانانو د اشغال پر وړاندې پخپل قوي هوډ مبارزه وکړه، اوس یې د اسلامي نظام ساتنه کې هم رول مهم دی.
نوموړي دېته په اشارې چې ځوانان باید ملي نظریه ولري او په وحدت هیواد ته کار وکړي زیاته کړه، د افغانستان اسلامي امارت پالیسي کې تعصب نشته.
د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس وویل، د اسلامي نظام له راتلو سره سراسري امنیت تأمین شوی او په ټول هیواد کې اقتصادي فعالیتونه او د انکشافي پروژو کارونه روان دي.
په پای کې، محترم ډاکتر ملا عبدالواسع د شمال او شمال ختیځو ولایتونو ځوانانو ته ډاډ ورکړ، چې پر غوښتنو او وړاندیزونو به یې غور وشي.#