د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د جاپان سفیر سره ولیدل

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د جاپان سفیر سره ولیدل

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن په کابل کې د جاپان سفیر ښاغلي تاکایوشي کورومیا سره ولیدل.
په دې ناسته کې، د جاپان سفیر د دوحې ناسته مهمه وبلله او وې ويل، د اسلامي امارت ګډون او د دوه اړخیزه ناستو دوام تعامل ته ښه زمینه برابره کړې ده.
نوموړي خصوصي سکتور ته د سهولتونو برابرولو او له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخو کې د اسلامي امارت هڅې وستایلې او زیاته یې کړه، جاپان له نشه يي توکو سره د اسلامي امارت قاطع مبارزې ته په کتو، په افغانستان کې د بدیل معيشت لپاره لس میلیونه ډالره ځانګړي کړي دي.
د جاپان سفیر له افغانستان سره د خپل هیواد د مرستو په دوام ټينګار وکړ او زياته يې کړه، هیواد یې په افغانستان کې د خصوصي سکتور د پیاوړتیا لپاره اساسي پروژې پلي کړي او په دې برخه کې به یې همکاري دوام ومومي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر، له افغانانو سره د جاپان له مرستو څخه د مننې ترڅنګ وویل، هیله من دی چې د دوحې ناستې ګډونوال د نشه يي توکو د بدیل پروګرامونو او د خصوصي سکتور پیاوړتیا لپاره افغانستان سره خپلې ژمنې عملي کړي.
نوموړي د دوحې درېیمه ناسته بریالۍ او مهمه یاده کړه او وې ویل، په دې ناسته کې ملګرو ملتونو د افغانستان شرایط او وړاندیزونه منلي وو او اسلامي امارت توقع لري چې د افغانستان پر بانکي سیستم شته محدودیتونه له منځه ولاړ شي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د خپلو خبرو په پای کې ټینګار وکړ، چې اسلامي امارت له ټولو هیوادونو سره تعامل او د اړیکو پراختیا غواړي او هيچاته به اجازه ور نه کړي، چې د افغانستان له خاورې څخه د چا پر ضد استفاده وکړي.#