د ریاست الوزرا اداري مرستیال په مشرۍ د حج ملي کمېټې غونډه جوړه شوه

د ریاست الوزرا اداري مرستیال په مشرۍ د حج ملي کمېټې غونډه جوړه شوه

د حج ملي کمېټې غونډه د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د یادې کمېټې د محترمو غړو په ګډون نن ماسپښین جوړه شوه.

په دې غونډه کې لومړی عمره کوونکو ته د غوره خدماتو او لازمو اسانتیاوو د وړاندې کولو د څرنګوالي 

او همدارنګه د بیت الله شریف زیارت اړوندو چارو د تنظیم په اړه هراړخیزه بحث او ارزونه وشوه او وروسته لازم تصمیمونه ونیول شول