د ریاست الوزرا مقام د دفتر لوی رئیس د کندز، تخار او بدخشان ولایتونو یو شمېر ځوانانو سره وکتل

د ریاست الوزرا مقام د دفتر لوی رئیس د کندز، تخار او بدخشان ولایتونو یو شمېر ځوانانو سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا مقام د دفتر لوی رئیس محترم ډاکتر ملا عبدالواسع نن له غرمې مخکې د کندز، تخار او بدخشان ولایتونو له یو شمېر ځوانانو سره په ارګ کې وکتل.
په پیل کې د ریاست الوزرا دفتر عمومي ریاست د سیاسي او ولسي چارو رئیس مولوي ګلزار احمد حقاني یادو ځوانانو ته د ښه راغلاست پرمهال وویل، نن د ټولنې له مهم قشر سره چې په بېلابېلو برخو کې ورته اړتیا ده، ناسته لرو. څنګه چې په ټولنه کې د ځوانانو ارزښت زیات دی، هغسې د خدمت په برخه کې د دوی مسوولیتونه هم لوی دي.
ورپسې ډاکتر روح الله اماني او مولوي منهاج الله فایق د هیواد د شمال ختیځ زون د ځوانانو په استازیتوب د خبرو پرمهال وویل، ځوانان د یو پرمختللي او خادم نظام په جوړښت کې اصلي او اساسي قشر دی، نو اسلامي امارت دې د ځوانانو ستونزې او ننګونې په خپلو کاري لومړیتوبونو کې ونیسي او له هغو څخه دې پراخ ملاتړ وکړي.
هغوی د تعلیم او تحصیل لپاره د مناسبو شرایطو برابرولو، د بېکاري ستونزې د حل او د ځوانانو د مهاجرتونو د مخنیوي غوښتنه وکړه او همدارنګه د شمال ختیځ زون د خلکو د بې وزلۍ، سرکونو، برېښنا، کرنې، مالدارۍ او باغدارۍ ستونزې یې هم شریکې کړې.
د ریاست الوزرا مقام د دفتر لوی رئیس محترم ډاکتر ملا عبدالواسع یادو ځوانانو ته د ښه راغلاست پرمهال وویل، د دفتر لوی ریاست د حکومت او ملت ترمنځ د نښلونکي پله په توګه تل له بېلابېلو اقشارو سره د هغوی د ستونزو د حل په موخه غونډې جوړې کړې دي.
نوموړي دېته په اشارې چې د اشغال په شلو کالو کې ځوانانو ته هیڅ ډول پاملرنه نه ده شوې او د افغانستان د اساسي ودې او ځوانانو ته د دوامدارې کارموندنې لپاره فابریکې او نورې اساسي پروژې نه دي جوړې شوي، وویل، هر ملت ځوان قشر ته اړتیا لري او اسلامي امارت د هیواد د ابادي لپاره د هیواد په بېلابېلو سیمو کې عمراني پروژې پیل کړې دي.
د ریاست الوزرا مقام د دفتر لوی رئیس زیاته کړه، د اسلامي امارت مسوولین له تاجرانو او د داخلي او بهرنیو خیریه بنسټونو مسوولینو سره په ناستو کې تل په افغانستان کې پر پانګونې او د فابریکو په جوړولو ټینګار کړی، تر څو بېلابېلو اقشارو په ځانګړي ډول ځوانانو ته د شغل زمینه برابره شي. همدارنګه څه موده وړاندې بېلابېلو اقشارو ته د کاري فرصتونو برابرولو په خاطر د امارتي ادارو په ګډون د کار ملي کنفرانس جوړ شو.
محترم ډاکتر ملا عبدالواسع ځوانانو ته په خطاب کې وویل، ستاسو غوښتنې د افغانانو د ښې هوساینې لپاره دي او ستاسو د غوښتنو او ستونزو د حل لپاره به اړوندې ادارې له ټولو شته امکاناتو څخه استفاده وکړي.