د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او کفیل د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رئيس سره وليدل

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او کفیل د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رئيس سره وليدل

 

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او کفیل محترم مولوي عبدالکبیر نن په سپېدار ماڼۍ کې د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالودود حقاني سره ولیدل.

په دې کتنه کې، محترم حقاني سعودي عربستان ته د فوټبال ملي لوبډلې د سفر معلومات او د خپلې ادارې کاري راپور د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او کفیل سره شریک کړ.

نوموړي وویل، سعودي عربستان ته د افغان فوټبالرانو سفر له تود هرکلي سره مخ شو او له لاسته راوړنو څخه ډک و.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او کفیل محترم مولوي عبدالکبیر وویل، ورزش د هیوادوالو د خوښۍ او یووالي غوره وسیله ده او په نړیوالو سیالیو کې د افغان لوبغاړو ګډون خورا مهم دی.

نوموړي په دې ټینګار سره، چې ورزش باید له سیاست لرې وساتل شي زیاته کړه، نړیوالې ورزشي ادارې بايد په نړيوالو لوبو کې افغان لوبغاړو ته د ګډون زمينه برابره کړي.#