د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس د افغانستان لپاره د ایران سفیر سره وکتل

د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس د افغانستان لپاره د ایران سفیر سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس محترم ډاکتر ملا عبدالواسع نن له غرمې مخکې په کابل کې د ایران سفیر ښاغلي علي رضا بیکدلي سره په ارګ کې وکتل.
په پیل کې، محترم ډاکتر ملا عبدالواسع د ایران سفیر ته ښه راغلاست ووایه او د ایران او امریکا ترمنځ د جګړې پایته رسېدو لپاره په لاسلیک شوې هوکړې یې خوښي وښوده.
ښاغلي علي رضا بیکدلي د افغانستان او ایران ترمنځ اړیکي تاریخي او ژورې وبللې او د جګړې پر مهال یې د افغانستان اسلامي امارت او ملت له ملاتړ او خواخوږۍ څخه د مننې ترڅنګ زیاته کړه، دا د ایران د دوستو هیوادونو مشترکه کامیابي ده او له همدې امله د ایران جګړې پر مهال هم د افغانستان او ایران اقتصادي او سیاسي اړیکو دوام درلود او هېڅ ډول ځنډ پکې رامنځته نشو.
د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس محترم ډاکتر ملا عبدالواسع د اسلامي او ګاونډیو هیوادونو په توګه د افغانستان او ایران اړیکي پیاوړې او نه بیلېدونکې یادې کړې.
نوموړي وویل، حتی د جګړې باوجود د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچې زیاتېدو وښوده، چې د ایران او افغانستان اقتصاد او امنیت سره تړلي دي.
محترم ډاکتر ملا عبدالواسع له ګاونډیو هیوادونو څخه افغانستان ته د افغان کډوالو ستنولو ته په اشارې وویل، ایران دې افغان کډوالو ته د اوسېدو او ستنېدو پر مهال سهولتونه برابر کړي او دا به زموږ د دوستۍ په پیاوړي کولو لا ډېر مثبت اغېز وکړي.
د دې لیدنې په پای کې، علي رضا بیکدلي د ایران د پخواني مذهبي مشر شهید ایت الله علي خامنه اي د جنازې او تدفین په مراسمو کې د افغانستان اسلامي امارت محترم رئیس الوزراء او مل پلاوي ته د ګډون په موخه، محترم ډاکتر ملا عبدالواسع ته یو رسمي بلنلیک وسپاره.#