د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن په جلا ناستو کې د لوګر او بغلان ولایتونو له یو شمېر قومي مشرانو او مخورو سره وکتل.
په لومړۍ ناسته کې د لوګر ولایت د محمد اغې ولسوالۍ قومي مشرانو په هېواد کې د اسلامي امارت تر چتر لاندې په ارامه او عادي ژوند خوښي وښوده او زیاته یې کړه، د سپېڅلو مجاهدینو او افغان ولسونو د قربانیو له برکته نن افغانان د اسلامي نظام خاوندان دي.
دوی وویل، افغانان د هېواد د ابادۍ لپاره د اسلامي امارت رغنیزې او انکشافي پروژې ستایي او د دوام غوښتوونکي یې دي.
په بله ناسته کې د بغلان ولایت یو شمېر قومي مشرانو وویل، دا د اسلامي نظام ښېګڼه ده، چې د مسوولینو دروازې د ولسونو پر مخ خلاصې دي او د دوی ستونزو ته رسیدګي کېږي. دوی وویل، اسلامي نظام د هر افغان غوښتنه وه او نن یې دغه غوښتنه پوره شوې ده.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر له راغلو قومي مشرانو څخه په مننې وویل، اسلامي نظام د ټولو افغانانو شریک دی، هغه زیاته کړه، اسلامي امارت خلکو ته د اسانتیاوو برابرولو او د دوی د ستونزو د حل لپاره هڅې کوي.
نوموړي وویل، ولسونه دې په هېواد کې د اسلامي نظام د ټینګښت او د امن، سوکالۍ او پرمختګ لپاره لاسونه سره یو کړي.
همدا راز سیاسي مرستیال ژمنه وکړه، د لوګر او بغلان ولایتونو د اوسېدونکو د ستونزو د حل په موخه به اړوندو ادارو ته لازم هدایت وکړي.