د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرسیتال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې د غور ولایت له یو شمېر علماوو، مجاهدینو او مسئولینو سره وکتل .
په دې کتنه کې لومړی هغوی د غور ولایت د حکومتولۍ، امنیتي او ټولنیز وضعیت او همدارنګه مسئولینو د خپلو کړنو او فعالیتونو په اړه د ریاست الوزراء اداري معاونیت ته معلومات ورکړل.
هغوی زیاته کړه، د دې ولایت مسئولین او مجاهدین د خلکو د ستونزو د حل، هغوی ته د خدماتو برابرولو او هیوادوالو ته د امنیت او ارامي د تامین هڅې کوي.
همدارنګه هغوی په یاد ولایت کې ځینو اړتیاوو ته اشاره وکړه او د اسلامي امارت رهبري څخه یې وغوښتل چې د غور ولایت د خلکو غوښتنو او وړاندیزونو ته پاملرنه وشي.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي وویل، د خلکو ستونزو ته رسېدنه او د هغوی د غوښتنو پوره کول د اسلامي امارت له دندو او مسئولیتونو څخه دي او ستاسو وړاندیزونو او غوښتنو ته به شته امکاناتو ته په پام لازم اقدامات وشي.