د بېلابېلو ولایتونو د خصوصي پوهنتونونو له یو شمېر مسؤلینو او استادانو سره د ریاست الوزراء اداري مرستیال کتنه

د بېلابېلو ولایتونو د خصوصي پوهنتونونو له یو شمېر مسؤلینو او استادانو سره د ریاست الوزراء اداري مرستیال کتنه

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن ماسپښین د بېلابېلو ولایتونو د خصوصي پوهنتونونو له یو شمېر مسؤلینو او استادانو سره وکتل.

په پیل کې هغوی د تعلیمي او تحصیلي مؤسسو د کیفیت لوړولو ته د اسلامي امارت په پاملرنه او د علمي کادرونو او متخصصینو په ملاتړ خوښي څرګنده کړه.

دوی وویل، د اسلامي امارت د رهبري په هلوځلو د علمي او تحصیلي بنسټونو په ظرفیت لوړولو او پیاوړتیا کې زیات مثبت بدلونونه راغلي او د هیواد د پوهنتونونو مسؤلین او استادان هم د پراختیایي او کیفیت د تضمین برنامو په عملي کولو کې د اسلامي امارت له مسؤلینو سره همکار دي.

یادو مسؤلینو او استادانو همداراز د لوړو زده کړو، پوهنتونونو او لوړو زده کړو مؤسسو ځینې موضوعاتو ته اشاره وکړه او د اسلامي امارت له مسؤلینو څخه یې هغو ته د ځانګړې پاملرنې غوښتنه وکړه.

د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د هیواد د بچیانو د سالمې روزنې په برخه کې د هیواد د علمي کادرونو، استادانو او مسؤلینو هلې ځلې وستایلې.

د ریاست الوزراء اداري مرستیال زیاته کړه، اسلامي امارت په ټولو په ځانګړي ډول د تعلیمي او تحصیلي بنسټونو د کیفیت لوړولو او علمي خدماتو وړاندې کولو دوامداره او جدي هلې ځلې کوي او په دې برخه کې له اړوندو ادارو سره د علمي بنسټونو او مؤسسو همکاري لازمي ده.

محترم مولوي عبدالسلام حنفي د دوی د وړاندیزونو په اړه وویل، د اسلامي امارت مسؤلین به د امکان تر حده د لوړو زده کړو مؤسسو او پوهنتونونو اړوند موضوعاتو ته رسیدګي وکړي.#