له نشه يي توکو او مسکراتو سره د مبارزې عالي کمېسیون، فرعي کمېټو لومړنۍ ناسته وکړه

له نشه يي توکو او مسکراتو سره د مبارزې عالي کمېسیون، فرعي کمېټو لومړنۍ ناسته وکړه

له نشه يي توکیو او مسکراتو سره د مبارزې عالي کمېسیون، فرعي کمېټو د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر په مشرۍ نن په سپيدار ماڼۍ کې خپله لومړنۍ ناسته وکړه.

له نشه يي توکو او مسکراتو سره د مبارزې عالي کمېسیون، فرعي کمېټې په ځانګړو برخو کې فعالیت لري. په دې کمېټو کې د کورنیو چارو، بهرنیو چارو، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ، اطلاعاتو او کلتور او د عامې روغتیا وزارتونه ګډون لري.

په دې ناسته کې چې د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو سرپرست وزیر، د عامې روغتیا سرپرست وزیر، د بهرنیو چارو، اطلاعاتو او کلتور او کورنیو چارو وزارتونو مرستیالانو او استازو ګډون کړی وو، فرعي کمېټو د خپلو فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال ته معلومات ورکړل او له نشه یي توکو سره د مبارزې په اړه یې خپل نظریات او مشورې سره تبادله کړې. 

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر، د دوی له معلوماتو مننه وکړه او د کمېټو فعالیتونه یې مثبت و ارزول. 

محترم سیاسي مرستیال وویل، له نشه يي توکو سره د مبارزې عالي کمېسیون د طرزالعمل مسوده چمتو شوې او له نشه يي توکو او مسکراتو سره د مبارزې په برخه کې په همغږي او هدفمند ډول فعالیت کېږي.

نوموړي ټولو ادارو ته هدایت ورکړ، چې راتلونکو غونډو ته د خپلو فعالیتونو د راپور ورکولو لپاره چمتووالی ولري او په جدي ډول خپلې چارې تعقیب کړي.