د رياست الوزراء سياسي مرستيال د امام ابوحنیفه ملي او نړیوال نندارتون اختتامیه مراسمو کې ګډون او وينا وکړه

د رياست الوزراء سياسي مرستيال د امام ابوحنیفه ملي او نړیوال نندارتون اختتامیه مراسمو کې ګډون او وينا وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن په کابل کې د امام ابوحنیفه ملي او نړیوال نندارتون په پای ناسته کې ګډون او وینا وکړه.
په دغه مراسمو کې د اسلامي امارت د یو شمېر چارواکو سربېره ګڼ شمېر پانګوالو، صنعتکارانو، بهرنیو ډيپلوماتانو او عامو هېوادوالو ګډون کړی وو.
محترم مولوي عبدالکبیر د امام ابو حنیفه ملي او نړیوالو نندارتون له جوړونکو او مسؤلو ادارو په مننې وویل، دا ډول ناستې د افغان او بهرنیو سوداګرو تر منځ د تجربو شریکولو او د پانګونې په برخه کې د شته فرصتونو د معرفي کېدو لپاره ګټورې دي.
د رياست الوزراء سیاسي مرستیال زیاته کړه، له مرکزي اسیا سره د اسلامي امارت سوداګریزې اړیکې په مناسب حالت کې دي او د لا پراختیا لوري ته رواني دي. نوموړي د ځينو هېوادونو لخوا پر افغان صادراتي توکو د مالیې لوړول ناسم وبلل او څرګنده یې کړه، اسلامي امارت د افغانستان د سوداګرۍ لپاره بدیلې لارې په واک کې لري.
د محترم مولوي عبدالکبیر په وینا، اسلامي امارت افغانستان کې بهرنیو او افغان سوداګرو او پانګوالو ته د کار غوره فرصتونه رامنځته کړي او د افغان حکومت بهرنی سیاست پر اقتصادي همکاریو راڅرخي.
د رياست الوزراء سیاسي مرستیال له سوداګرو د اسلامي امارت پر دوامداره ملاتړ ټېنګار وکړ وې ویل، دا مهال په هېواد کې د مالیاتو کچه را کمه کړل شوې او لاهم دې برخې ته هڅې روانې دي.
محترم مولوي عبدالكبير د خپلو خبرو پر دوام یادونه وکړه، چې اسلامي امارت پر خپلو ژمنو عمل کړی. په پای کې نوموړي همدارنګه پر لبنان او فلسطین د اسرائیلو اشغالي حکومت بريدونه هم وغندل.