د کابینې دیارلسمه غونډه؛ په هېواد کې د بندرونو معیاري کېدو او خلکو ته د غوره خدمتونو وړاندې کولو اړوند بحث وشو

د کابینې دیارلسمه غونډه؛ په هېواد کې د بندرونو معیاري کېدو او خلکو ته د غوره خدمتونو وړاندې کولو اړوند بحث وشو

د افغانستان اسلامي امارت د کابینې دیارلسمه غونډه د محترم رئیس الوزراء الحاج ملا محمدحسن اخند په مشرۍ نن ترسره شوه.

یاده غونډه چې د قرانکریم په تلاوت پیل شوه د هېواد په مهمو اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري مسائلو بحث او ځینې پریکړې په کې وشوې.

په غونډه کې د هېواد د درېیو (هرات، فراه او نیمروز) ولایتونو بندرونو د معیاري کېدو، خلکو ته د غوره خدمتونو وړاندې کولو او بیارغونې کارونو د پیلېدو اړوند د ټاکل شوي هیئت راپور د کابینې له لوري تایید شو.

دغه راز اړوندې ادارې د یو هیئت په توګه مکلفې شوې؛ چې په خپلو، خپلو برخو کې چارې ترسره او جدي یې تعقیب کړي. 

د یادونې وړ ده چې د کابینې یاده غونډه د ګڼو موضوعاتو په اړه له تفصيلي بحث او حل وروسته د خیر په دعاء سره پایته ورسېده.