د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن ماسپښین د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسیف) اجرائیوي مشرې کاترین ام راسل، د یونیسیف د اجرائیوي مشرې مرستیال عمر عبدي، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دیبورا لاینز او د اجرائیوي رئیسې د دفتر مشرې مېرمن کرسي مدي. سره په سپیدار ماڼۍ کې وکتل.
په دې کتنه کې د یونیسیف اجرائیوي مشرې له لسیزو راهیسې په افغانستان کې د ماشومانو د زده کړو، خوړو، پولیو او روغتیا په برخو کې د یونیسیف فعالیت ته په اشارې وویل، افغانستان ورته ارزښت لري او له همدې امله یې خپل لومړنی سفر افغانستان ته وکړ. هغې زیاته کړه، د ماشومانو زده کړې زموږ لومړیتوب دی، د همدې لپاره ښوونکو ته تشویقي نغدي مرستې ورکوو اوله پوهنې وزارت څخه هم مننه کوو چې د ښوونکو د پنځو میاشتو معاشونه یې ورکړي دي.
محترم مولوي عبدالکبیر د یونیسیف اجرائیوي مشرې او مل پلاوي ته د ښه راغلاست پرمهال له ۶۵ کالو راهیسې په افغانستان کې د یونیسیف د فعالیتو او خدماتو یادونه او له کاترین ام راسل څخه افغانستان ته د لومړنی سفر له امله مننه وکړه. هغه زیاته کړه، اسلامي امارت د ماشومانو د ښو زده کړو او روزنې پلوی دی او یونیسیف دې د زده کړو ترڅنګ د ماشومانو او میندو د روغتیا په برخه کې هم همکاري وکړي.
نوموړي وویل، موږ په خپلو لیکو کې نابالغو هلکانو ته د فعالیت اجازه نه ورکوي او د ماشومانو د کار پرځای د هغوی د زده کړو پلویان یوو. په زابل کې څاه ته د لوېدلي ماشوم د ژغورنې لپاره د اسلامي امارت د لوړپوړي پلاوي هڅې ماشومانو او د هغوی ژوند ته زموږ د پاملرنې او ارزښت ورکولو روښانه بېلګه ده . هغه زیاته کړه، د یونیسیف د ګټورو او هغو پروګرامونو چې له اسلام سره په ټکر کې نه وي، ملاتړ کوو.
د یونیسیف اجرائیوي مشرې وویل، موږ دا درک کوو چې اسلامي امارت ماشومان د جنګ لپاره نه استخداموي او نه یې د کار کولو پلوي کوي، دا زموږ ګډ ارزښت دی. د ماشومانو زده کړې او روغتیا زیاته پاملرنه غواړي او موږ په دې برخه کې ستاسو همکار یوو. موږ غواړو حکومت سره په همکارۍ د افغان ماشومانو د ښه راتلونکي لپاره کار وکړو.
د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال وویل، د شخصي پوهنتونونو په دوام دولتي پوهنتونونه هم پرانیستل شوي، د نجونو د ښوونځیو د پیلېدو بهیر هم ادامه لري. موږ د دې پلویان یوو چې د هلکانو غوندې نجونې هم ښوونځیو ته لاړې شي. ښځې چې د مور، خور او لور حیثیت لري موږ ته د زیات درناوي وړ دي او د زده کړو ملاتړ یې کوو.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې وویل، سږکال په ټول هیواد کې د پولیو یوه پېښه ثبت شوې. په دې برخه کې ستاسو همکاري غواړو. په افغانستان کې د پولیو صفر کېدل به د حکومت لپاره مهمه لاسته راوړنه او نړۍ ته لوی پیغام وي.
د یونیسیف اجرائیوي مشرې وویل، د ماشومانو او میندو د روغتیاترڅنګ د کرونا په اړه د خلکوپوهاوی او د شري واکسین رسول هم مهم دي . د اسلامي امارت له مسوولینو مننه چې موږ ته یې د هیواد لیرې سیمو ته د لاسرسي اسانتیااو زمینه برابره کړه. موږ پوهېږو چې خدمات او بشري مرستې په ښه توګه مستحقو او اړمنو خلکو ته رسېږي.
هغې زیاته کړه، د مارچ په میاشت کې د جوړېدونکي کنفرانس له لارې به افغانستان ته لا ډېرې مرستې راجلب کړو. د ملګرو ملتونو دفتر ته به هم زده کړو ته د لاسرسي، روغتیا، خوړو رسولو او ښې همغږۍ په اړه د یونیسیف، نړیوالو ادارو او افغان حکومت د مثبت کړنو په اړه معلومات ورکړم.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازې څرګندونو ته په اشارې وویل، دا به له افغانستان سره ستاسو لویه همکاري وي او امارت د د دې پلوی دی چې مثبت شیان له نړیوالو سره شریک شي.