د ریاست الوزراء مقام د دفتر لوی رئیس په مالیزیا کې د افغانستان سفارت سرپرست سره وکتل

د ریاست الوزراء مقام د دفتر لوی رئیس په مالیزیا کې د افغانستان سفارت سرپرست سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء مقام د دفتر لوی رئیس محترم ډاکتر ملا عبدالواسع نن سهار په مالیزیا کې د افغانستان سرپرست سفیر ښاغلی مولوي نقیب الله احمدي سره وکتل.

په دغه کتنه کې محترم مولوي نقیب الله احمدي په مالیزیا کې د افغانستان سفارت د فعالیتونو او له مالیزیا سره د افغانستان د مثبتو اړیکو په تړاو خپل راپور وړاندې کړ. 

د ریاست الوزرا مقام د دفتر لوی رئیس محترم ډاکتر ملا عبدالواسع په مالیزیا کې د افغانستان سفارت د فعالیتونو او هڅو قدرداني وکړه او د لا ښه مثبت تعامل، اړیکو او فعالیتونو په اړه یې لازمې مشورې ورکړې.