د رياست الوزرا اداري مرستيال په هيواد کې د قالينو صنعت له يو سوداګر سره وکتل

د رياست الوزرا اداري مرستيال په هيواد کې د قالينو صنعت له يو سوداګر سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن د قالينو صنعت له ملي سوداګر او د قالينو صادروونکو ټولنې غړي محترم محب الله کوهي سره وکتل.

په دې کتنه کې، محترم محب الله کوهي په هيواد کې د قالينو تولید زياتوالي او د نړۍ په کچه د قالينو د بيې او ارزښت لوړوالي خبر ورکړ زياته يې کړه، د افغانستان توليد قالينې د نړۍ مختلفو هيوادونو ته صادرېږي.

نوموړي سوداګرو او د قالينو صادروونکو ته د اسانتیاوو رامنځته کولو او همداراز د وضع شوو مالياتي معافيتونو له امله د اسلامي امارت په هڅو خوښي وښوده.

د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د هيواد د قالينو صنعت د ودې په برخه کې د ملي سوداګرو په هڅو او پراخو فعاليتونو د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ وويل، د افغانستان اسلامي امارت مسؤولين د سوداګرۍ او په ځانګړي ډول د قالينو صنعت لپاره د لا زياتو اسانتياوو رامنځته کولو په لټه کې دي.