د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د بخت کمپل جوړولو فابریکه پرانیسته

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د بخت کمپل جوړولو فابریکه پرانیسته

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري نن د کابل ښار په پلچرخي صنعتي پارک کې د بخت کمپل جوړولو فابریکه پرانیستل شوه. 

په دغو مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست محترم نورالدین عزیزي او د خصوصي سکتور استازو هم ګډون کړی وو.

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال په همدې مناسبت جوړو شويو مراسمو ته د خپلو خبرو پر مهال وویل، په هیواد کې د سرتاسري امنیت په ټینګېدو او د فساد کچې په ټیټېدو سره اوسمهال د هر ډول لویو، متوسطو او کوچنیو پانګونو لپاره ښه زمینه مساعده شوې ده. 

د محترم ملا صاحب په خبره، اسلامي امارت د وارداتو د تعویض د اغېزناکو سیاستونو په پلي کولو سره د داخلي صنایعو ملاتړ ته دوام ورکوي، چې دا د هېواد د ملي اقتصاد په پياوړتیا کې مهم رول لوبوي. 

محترم ملا صاحب زیاته کړه، د کورنیو صنایعو د ملاتړ په موخه دې فابریکې ته د افغانستان د کرنې پرمختیا صندوق له لوري د مرابحې اسلامي تمویل قرارداد له مخې د سل میلیونو افغانیو په ارزښت مهم ماشینونه اخیستل شوي، ترڅو د پانګونې د لګښتونو فشار ورباندې کم شي. 

په دې فابریکه کې د هیواد له خامو موادو، وړیو او پنبې څخه استفاده کېږي، چې دا به د مالدارۍ او کرنې سکتور د پیاوړتیا ترڅنګ د کاري فرصتونو په زیاتولو کې هم مرسته وکړي. 

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال وویل، اسلامي امارت هڅه کوي د پانګونې کچې په زیاتېدو سره پر بهرنیو وارداتو تکیه راکمه او په کور دننه هیوادوالو ته د کار زمینه برابره کړي. 

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د دې غونډې پر مهال پر ټولو سوداګرو او پانګوالو غږ وکړ، چې د خپل هیواد د ابادۍ او اقتصادي ودې د پياوړتیا په موخه دلته پانګونه وکړي، اسلامي امارت به ټولې اسانتیاوې ورته برابرې او بشپړ ملاتړ یې وکړي. 

 په پای کې محترم ملا صاحب د یادې فابریکې مسؤلینو ته مبارکي وویله او هغوی ته یې سپارښتنه وکړه، ترڅو د منل شويو معیارونو په پام کې نیولو سره هیوادوالو ته باکیفیته تولیدات وړاندې کړي. 

د یادونې وړ ده، چې د بخت کمپلو جوړولو پر دې فابریکې شاوخوا ۹۳۰ میلیون افغانۍ پانګونه شوې، چې په ورځني ډول د زر او په راتلونکي کې د پنځه زره کمپلو د تولید ظرفیت لري او اوسمهال پکې شاوخوا ۹۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.#