د اداري کمېسيون غونډه نن له غرمې مخکې د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د دې کمېسيون د غړو په ګډون ترسره شوه.
په دې غونډه کې لومړی ټاکل شويو کمېټو د خپلو ورسپارل شويو فعاليتونو او کړنو په اړه راپور وړاندې کړ.
وروسته د نفت او ګازو ادارې او د ښاروالیو د انسجام عمومي ریاست پر اړوندو موضوعاتو بحث او هر اړخيزه ارزونه وشوه او په اړه يې لازم تصميمونه ونيول شول.
په پای کې، په اجنډا کې د شاملو نورو موضوعاتو په اړه د لا زيات غور او ارزونې په موخه جلا کمېټو ته دنده وسپارل شوه.#