د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن د پکتیا د میرزکې ولسوالۍ یو شمېر قومي مشرانو او مخورو سره وکتل.
په دې کتنه کې، د میرزکې ولسوالۍ مخورو او قومي مشرانو په خپلو سیمو کې د امنیت په ټينګښت خوښي وښوده او زياته يې کړه، اسلامي امارت دې په لرې پرتو سیمو کې لا ډېرې ودانیزې پروژې پیل کړي.
د میرزکې ولسوالۍ قومي مشرانو د یادې ولسوالۍ د جامع جومات د نیمګرو چارو د بیا پیل، د للمه زارو ځمکو د حقوقي ستونزو حل او د اسلامي امارت لخوا په میرزکې ولسوالۍ کې د شته ستونزو د حل غوښتنه وکړه.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر د میرزکې ولسوالۍ قومي مشرانو او مخورو ته ښه راغلاست ووایه او زیاته یې کړه، د امنيت په څېر د خلکو د لومړنۍ غوښتنې له پوره کېدو وروسته اوس د اسلامي امارت ټوله هڅه اقتصادي ځان بسياينې ته د هيواد رسول دي.
محترم سیاسي مرستیال وویل، د میرزکې ولسوالۍ د جامع جومات د نیمګړو چارو پيلولو لپاره به له ممکنه لارو هڅه وشي.
د دې ليدنې په پای کې محترم مولوي عبدالکبیر زياته کړه، د ټولو محلي ادارو مسؤلينو ته سپارښتنه شوې او د هغوی ټوله هڅه همدا ده چې پر وخت د ولسونو غوښتنو ته رسيدګي وشي.#