د رياست الوزراء عالي مقام د دفتر لوی رئیس د پغمان ولسوالۍ له یو شمېر قومي مشرانو او متنفذینو سره وکتل

د رياست الوزراء عالي مقام د دفتر لوی رئیس د پغمان ولسوالۍ له یو شمېر قومي مشرانو او متنفذینو سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء عالي مقام د دفتر لوی رئیس محترم ډاکټر ملا عبدالواسع نن له غرمې مخکې د کابل ولایت پغمان ولسوالۍ له یو شمېر قومي مشرانو او مخورو سره وکتل. 

د دې کتنې په پیل کې د ریاست الوزراء عالي مقام د دفتر عمومي ریاست د سیاسي او ولسي چارو رئیس محترم مولوي ګلزار احمد حقاني یادو مشرانو او مخورو ته د ښه راغلاست پر مهال وویل، د اسلامي امارت مسؤلین هڅه کوي ولسونو ته خدمت او پر وخت یې ستونزو ته رسیدګي وکړي، ځکه د اسلامي امارت دروازې د ټولو پر مخ پرانیستې دي.

وروسته محترم مولوي هجرت الله حقاني او محترم حاجي راز محمد د نورو په استازولۍ خبرې وکړې وې ویل، د پغمان ولسوالۍ خلک اسلامي امارت ته اخلاص لري او د اسلامي نظام پر حاکمیت خوښ دي. 

دوی دغه راز د پغمان سړک د پخولو، د کرنیزو ځمکو د اوبو د کمبود د حل ترڅنګ په بېلابېلو برخو کې خپلې غوښتنې او ستونزې د ریاست الوزراء عالي مقام د دفتر لوی رئیس سره شریکې کړې.

وروسته د رياست الوزراء عالي مقام د دفتر لوی رئیس محترم ډاکټر ملا عبدالواسع د پغمان ولسوالۍ راغلو قومي مشرانو او مخورو ته د ښه راغلاست پر مهال وویل، اسلامي امارت په خپلو هڅو او د ملت په همکارۍ چارې مخته وړي. دا مهال د کابل ښار په بېلابېلو برخو کې عمراني کارونه دوام لري او اسلامي امارت د ولسونو د ستونزو حل ته پام کوي.

د رياست الوزراء عالي مقام د دفتر لوی رئیس زیاته کړه، په هیواد کې اسلامي نظام حاکم شوی چې پیاوړتیا او بقا یې د ټولو ګډ مسؤلیت دی او ټول باید په اتفاق او اتحاد د هیواد د ابادۍ لپاره نه ستړې کېدونکي هلې ځلې وکړو.

محترم ډاکټر ملا عبدالواسع د خپلو خبرو په پای کې راغلو قومي مشرانو او مخورو ته ډاډ ورکړ چې وړاندیزونه او ستونزې به یې له اړوندو ادارو سره شریک او د حل لپاره به یې اقدام وشي.#