د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن ماسپښین له بهر څخه راستنو شویو یو شمېر شخصیتونو سره وکتل.
په دې کتنه کې لومړی هغوی د سراسري امنیت په تامین او د خلکو ستونزو ته په رسېدو کې د اسلامي امارت د مسوولینو د هڅو او کوښښونو یادونه وکړه او خوښي یې ورباندې څرګنده کړه.
هغوی زیاته کړه، په هیواد کې د رفاه او ټولنیزې هوساینې برابرېدل وطن ته د ډېرو شخصیتونو د راستنېدو لامل شوی او له شک پرته دا د اسلامي امارت له لاسته راوړنو څخه ګڼل کېږي.
یادو شخصیتونو د اسلامي امارت له مسئولینو او مشرانو وغوښتل چې د هیواد په بېلابېلو برخو کې د پراختیایي پروژو تطبیق او هیوادوالو ته د کاري فرصتونو برابرولو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په دې کتنه د خوښي څرګندولو ترڅنګ وویل، د امنیت تامین، د ټولنیزې هوساینې برابرول او د خلکو ستونزو ته رسیدګي د اسلامي امارت له مسوولیتونو څخه دي او په دې برخه کې خپلې هڅې نه درېغوي.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال هغوی ته ډاډ ورکړ او وې ویل، افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی. د هیواد له ټولو مشرانو او شخصیتونو یې وغوښتل چې د هیواد په ابادي او پرمختګ کې برخه واخلي او له مسوولینو سره همکاري وکړي.