د رياست الوزراء سياسي مرستيال د ننګرهار د مومندرې ولسوالۍ يو شمېر قومي مشرانو سره وليدل

د رياست الوزراء سياسي مرستيال د ننګرهار د مومندرې ولسوالۍ يو شمېر قومي مشرانو سره وليدل

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن د ننګرهار ولایت د مومندرې ولسوالۍ يو شمېر قومي مشرانو سره ولیدل.

په دې لیدنه کې یادو قومي مشرانو د اسلامي نظام ټینګښت، د امنيت تأمین او له ولسونو سره د مسؤلینو ښه همغږي وستايله او اسلامي امارت ته یې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.

هغوی دغه راز د کابل سیند پر غاړه په مومندرې ولسوالۍ کې د استنادي دېوال د جوړېدو غوښتنه وکړه او وې ویل، د مومندرې او نورو جګړو ځپلو سیمو لپاره دې ځانګړې اساسي او پراختیايي پروژې عملي شي. 

راغلو قومي مشرانو د تورخم ښارګوټي د ستونزو د حل او فعالولو وړاندیزونه هم د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال ته وسپارل.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر د مومندرې له قومي مشرانو څخه د مننې ترڅنګ وویل، د ولسونو په همکارۍ د افغانستان په ټوله جغرافیه اسلامي نظام حاکم او سرتاسري امنیت تأمین دی. 

نوموړي زیاته کړه، اسلامي امارت د ټولو افغانانو مشترک نظام دی، چې د ولسونو د ستونزو حل یې په لومړیتوبونو کې قرار لري.

د رياست الوزراء سياسي مرستيال د مومندرې ولسوالۍ دغو قومي مشرانو ته ډاډ ورکړ، چې ستونزې به يې د حل په موخه له اړوندو ادارو سره شريکې شي.#