د رياست الوزراء سياسي مرستيال د باميان ولايت يو شمېر مخورو او د پوهنتون استادانو سره وکتل

د رياست الوزراء سياسي مرستيال د باميان ولايت يو شمېر مخورو او د پوهنتون استادانو سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر پرون ماښام د بامیان ولایت له يو شمېر مخورو او د پوهنتون استادانو سره وکتل.
دغو مخورو او استادانو د هیواد د ابادۍ او سراسري امنیت د تأمین په برخه کې د اسلامي امارت هڅې وستایلې او د هر راز همکارۍ ډاډ يې ورکړ.
د بامیان دغو مخورو په یاد ولایت کې د ولسونو د یو لړ ستونزو د حل غوښتنې تر څنګ وړاندیز وکړ، چې د دغه ولایت ځوانان غواړي چې د اسلامي اردو په لیکو کې یې د جذب کچه لوړه او د خدمت جوګه وګرځي.
دوی همدارنګه د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت په اډانه کې د شیعه علماوو د ګومارنې وړاندیز هم د ریاست الوزراء محترم سیاسي مرستیال ته وسپاره.
محترم مولوي عبدالکبیر، راغلو مخورو او استادانو سره په دې ليدنې خوښي وښوده او زیاته یې کړه، د هیواد په کچه ټول سیمه يیز چارواکي مسؤلیت لري چې د ځايي مخورو، علماوو او ولسونو مشورو ته په پام خپلې چارې مخکې یوسي او پر وخت د خلکو ستونزې هوارې کړي.
محترم سیاسي مرستیال زیاته کړه، د اسلامي امارت لمن پراخه ده او د بامیان ولایت د ولسونو پر وړاندیزونو به غور وشي او اړوندې ادارې به په دې برخه کې کوټلي ګامونه واخلي.#