د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر افغانستان لپاره د یوناما له مشرې روزا اتنبایوا او مل پلاوي سره وکتل.
په دې لیدنه کې د افغانستان په هکله د دوحې د درېیمې غونډې د لاسته راوړنو او له اسلامي امارت سره د نړیوالې ټولنې پر اړیکو خبرې وشوې.
مېرمن روزا اتنبایوا وویل، د دوحې د وروستۍ ناستې د شویو پرېکړو پر اساس د افغانستان د خصوصي او بانکي سکتورونو د ملاتړ او له نشه یي توکو سره د مبارزې د څرنګوالي په هکله د دوو جلا کمېټو پر جوړولو کار روان دی، څو د یادو برخو ستونزې پيدا او حللارې ورته ولټول شي.
هغې څرګنده کړه، د افغانستان د خصوصي او بانکي سکتورونو او له نشه يي توکو سره د مبارزې د جوړېدونکو کمېټو د مديریت په برخه کې ځینو پرمختللو هېوادونو لېوالتیا ښودلې ده.
اغلې اتنبایوا زیاته کړه، په لوړه کچه د اسلامي امارت او نړیوالې ټولنې تر منځ خبرې د اړیکو د رغېدو سبب کېدای شي، همدا راز له اسلامي امارت سره اړیکې لرل د غربي ټولنې غوښتنه ده.
مېرمن اتنبایوا د افغانستان شمالي ولایتونو ته د خپل سفر یادونه وکړه وې ويل، د افغانستان په لېرې پرتو سیمو کې هم بشپړ امن حاکم دی. نوموړې زياته کړه، افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت هڅه کوي د افغانستان په ټولو ولایتونو کې کوچنیو پورونو ته د لاسرسي زمینه برابره کړي.
وروسته د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر په افغانستان کې د یوناما ماموریت او له افغانانو سره د هغوی له مرستو په ستاینې وویل، د ملګرو ملتونو لخوا د دوحې په درېیمه ناسته کې د اسلامي امارت د شرایطو منل کېدل مهم ګام وو او د دوحې په وروستۍ ناسته کې د افغانستان د ستونزو په اړه شوې پرېکړې ارزښتناکه وې.
محترم مولوي عبدالکبیر وویل، په تېرو نږدې درېیو کلونو کې د اسلامي امارت لخوا د افغانانو ګڼې ستونزې حل شوې دي. همدارنګه هڅې روانې دي، څو ولس ته مناسب خدمات وړاندې او د ژوند غوره شرایط ورته چمتو شي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر د خپلو خبرو په پای کې څرګنده کړه، اسلامي امارت رغنده او مثبتو اړیکو ته لومړیتوب ورکوي، ځکه اسلامي امارت له نړۍ سره د تعامل غوښتونکی دی.#