د فاریاب او جوزجان ولایتونو له بېلابېلو ولسوالیو د ریاست الوزراء اداري مرستیال لیدنه

د فاریاب او جوزجان ولایتونو له بېلابېلو ولسوالیو د ریاست الوزراء اداري مرستیال لیدنه

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي، په داسې حال کې چې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ سرپرست وزیر او د اسلامي امارت یو شمېر نورو مسؤلینو یې ملتیا کوله، د فاریاب ولایت د پشتونکوټ، ګرزیوان، بلچراغ او د جوزجان ولایت د درزاب او قوش تپې ولسوالیو څخه د لیدنې پر مهال د یادو ولسوالیو له علماؤ، مخورو او د خلکو له بېلابېلو اقشارو سره ولیدل.
په دې لیدنو کتنو کې د یادو ولسوالیو علماؤ، مجاهدینو، مخورو او خلکو د ریاست الوزراء اداري مرستیال ته د ښه راغلاست ترڅنګ د خلکو د احوال اخیستو په پار د نوموړي د حضور قدرداني وکړه.
د پورته ذکر شویو ولسوالیو خلکو د خپلو سیمو د ټولنیز، اقتصادي او امنیتي وضعیت په اړه د ریاست الوزراء اداري معاونیت مقام ته معلومات ورکړل او د ولسونو د هوساینې او امنیت د تأمین په برخه کې یې د اسلامي امارت د مسؤلینو هڅې وستایلې.
دوی زیاته کړه، اوسمهال د دې ولسوالیو خلک په ارامه زړه خپلې ورځنۍ چارې مخته وړي او د امنیت له اړخه هیڅ راز اندېښنه نلري. دوی دغه راز د انکشافي پروژو د عملي کولو، شغلي فرصتونو او روغتیایي کلینیکونو د ایجاد، ښوونې او روزنې ته د پاملرنې ترڅنګ د مواصلاتي لارو د ترمیم موضوعاتو ته اشاره وکړه او د اسلامي امارت له مسؤلینو یې وغوښتل چې یادو برخو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
وروسته د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي یادو ولسوالیو ته پخپل سفر او له ولسونو سره پر لیدنو کتنو خوښې څرګنده کړه وې ویل، د خوښۍ ځای دې چې ستاسې په څېر متدینو او مجاهدو خلکو په منځ کې یم او له نږدې د تاسې زړورو او شهیدپروره خلکو سره لیده کاته کوم.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي زیاته کړه، د اسلامي امارت مسؤلین دا خپله دنده او مسؤلیت بولي چې د اړتیا پر مهال د هیواد بېلابېلو سیمو ته ورشي او خلکو سره د کتنو پر مهال له نږدې د دوی له ستونزو او ننګونو ځانونه اګاه کړي.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال د علماؤ، مجاهدینو او مشرانو له لورې مطرح شویو موضوعاتو ته په اشارې وویل، اسلامي امارت د حکومت په توګه هڅه کوي چې د امکان تر حده د ولسونو اړتیاوې، ستونزې او ننګونې پیدا او د حل په اړه یې لازم اقدامات ترسره کړي.#