د ریاست‌ الوزراء اقتصادي مرستیال له لوري د امام ابوحنیفه درېیم ملي او نړیوال نندارتون پرانیستل شو

د ریاست‌ الوزراء اقتصادي مرستیال له لوري د امام ابوحنیفه درېیم ملي او نړیوال نندارتون پرانیستل شو

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري نن د امام ابوحنیفه درېیم ملي او نړیوال نندارتون پرانیستل شو.
په همدې مناسبت جوړ شوو مراسمو کې د کابینې یو شمېر محترمو غړو، د ایران، ترکیې، قطر او پاکستان هیوادونو ډيپلوماتانو، سوداګرو او همدا راز د افغانستان د خصوصي سکتور استازو ګډون کړی وو.
محترم ملا صاحب په همدې مناسبت جوړو شوو مراسمو ته د خپلو خبرو پر مهال وویل، په سیمه‌ ییزه او نړیواله سوداګرۍ کې هر هیواد د خپلو محصولاتو او تولیداتو پر اساس ځانګړی ځای او اهمیت لري او د نړۍ هېوادونه کوښښ کوي چې د خپلو توکو لپاره په پراخه کچه بازار پيدا کړي. د محترم ملا صاحب په خبره، د هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراخولو او خپلو توکو ته د بازارموندلو یوه تر ټولو ښه لاره نندارتونونه دي، چې له نېکه ‌مرغه د درېیم ځل لپاره په کابل کې د امام ابوحنیفه ملي او نړیوال نندارتون پرانیستل کېږي.
د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال زیاته کړه، په دغه نندارتون کې پر افغاني محصولاتو او تولیداتو سربېره د یو شمېر بهرنیو شرکتونو مهم او باکیفیته تولیدات او محصولات هم نندارې ته وړاندې شوي دي چې دا به د دواړو لورو ترمنځ سوداګریزې اړیکې لا پراخې کړي او د ګډې بازارموندنې په برخه کې به مهم فرصتونه رامنځته کړي.
محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د ټولو بهرنیو شرکتونو استازو او پانګه والو ته ډاډ ورکړ چې اسلامي امارت د متقابلې اړتیا پر بنسټ د سوداګریزو تعاملاتو او اړیکو پراختیا او پیاوړتیا ته پوره ژمن دی او په دې برخه کې به هېڅ ډول خنډ او ځنډ نه رامنځته کېږي. محترم ملا صاحب د دغه نندارتون له لارې پر ټولو پانګه والو غږ وکړ چې افغانستان پوره امن او د هر ډول پانګونې لپاره مساعد دی. اسلامي امارت په ټوله معنا د پانګونې په ځانګړې توګه د بهرنۍ پانګونې د جذب لپاره کلک هوډ لري او پانګه وال کولی شي په ځانګړي ډول د بسته ‌بندۍ معیاري مرکزونو او همداراز د سړو خونو په جوړولو کې پانګونه وکړي، ترڅو له دې لارې افغاني توکي په نړیواله کچه ښه بازار ترلاسه کړي.
په پای کې محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د امام ابوحنیفه درېیم ملي او نړیوال نندارتون د هیواد د اقتصادي ودې او سوداګریزو تعاملاتو او اړیکو په پیاوړتیا کې مهم وباله او هیله یې وښوده، چې له دې لارې به د افغانستان او نړۍ هیوادونو ترمنځ سوداګریز تعامل لا زیات او پياوړی شي.
د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې هم د امام ابوحنیفه لومړی او دویم ملي او نړیوال نندارتونونه په کابل کې جوړ شوي وو.
د امام ابوحنیفه په درېیم ملي او نړیوال نندارتون کې په ۷۰۰ غرفو کې بېلابېل صنعتي تولیدات او کرنیز محصولات نندارې ته اېښودل شوي، چې ۲۰۰ یې بهرنیو شرکتونو ته ځانګړې شوي دي.#