د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا د اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د حج ملي کمېټې شپږمه غونډه پرون له غرمې مخکې جوړه شوه.
په دې غونډه کې د ګومارل شویو ادارو له لوري د راپورونو له وړاندې کولو وروسته د حج پروسې د ښه ترسره کېدو لپاره د لارې جامع نقشه طرحه شوه.
همدارنګه د حج او اوقافو او د ټرانسپورت او هوایي چلند وزارتونه او نورې اړوندې ادارې وګومارل شوې چې له پیل تر پایه د حج پروسې په هر پړاوو کې ورسپارل شوي مسوولیتونه او دندې حاجیانو ته د لا ښو خدمتونو برابرولو په موخه په ښه توګه ترسره کړي.