د رياست الوزراء سياسي مرستيال د ميدان وردګ ولايت يو شمېر علماوو او قومي مشرانو سره وکتل

د رياست الوزراء سياسي مرستيال د ميدان وردګ ولايت يو شمېر علماوو او قومي مشرانو سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن په سپېدار ماڼۍ کې د میدان وردګ ولایت یو شمېر علماوو، قومي مشرانو او مخورو سره ولیدل.

په دې کتنه کې، راغلو علماوو او قومي مشرانو د میدان وردګو ولایت د امنيتي او ټولنيز وضعيت په اړه د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال ته معلومات ورکړل او زیاته یې کړه، د دې ولایت ولسونو هماغسې چې د اسلامي نظام د ټينګښت لپاره نه ستړې کېدونکې مبارزه وکړه، اوس هم د اسلامي نظام د ثبات او ساتنې لپاره همکارۍ او قربانۍ ته چمتو دي. 

دوی وویل، ولسونه د اسلامي امارت ملاتړ خپل مسؤليت بولي او هیڅکله به د پردیو د لمسون او تبلیغاتو ښکار نشي.

راغلو علماوو او قومي مشرانو د دې ولایت یو شمېر ستونزې او وړاندیزونه هم د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال سره شریک کړل. 

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر راغلو علماوو او قومي مشرانو څخه مننه وکړه او د میدان وردګ ولایت د خلکو زيار او مبارزې ته په اشارې يې وويل، د اسلامي نظام د ټينګښت لپاره ټولو افغانانو قرباني ورکړي او اسلامي نظام د ټولو شريک کور دی. 

نوموړي د ميدان وردګو ولايت دغو علماوو او قومي مشرانو ته ډاډ ورکړ، چې ستونزې به يې له اړوندو ادارو سره شریکې شي.#