مولوي ذاکر: اسلامي امارت د شنونکو او کارپوهانو د وړاندیزونو هرکلی کوي

مولوي ذاکر: اسلامي امارت د شنونکو او کارپوهانو د وړاندیزونو هرکلی کوي

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي معاونیت د دفتر عمومي رئیس مولوي ذاکر نن د سیاسي چارو څو تنو شنونکو او د نظر خاوندانو سره ولیدل.

دغو کارپوهانو د اسلامي امارت واکمني یو موټې او سرتاسري یاده کړه وې ویل، د حکومت لخوا پیل شوې پروژې د تېرو دوو لسیزو ودانیزو کارونو په پرتله غوره او ورسره د پرتلې وړ نه دي.

د هغوی په وینا، د کډوالو د ځای پر ځای کولو پروسې ښه مدیریت څرګنده کړه، چې په افغانستان کې په شته ستونزو سربېره بیا هم د ننګونو د ښه مدیریت لپاره کافي ظرفیت شته دی. 

دوی زیاته کړه، له بهر څخه له راستنو شویو سیاسي څېرو سره د اسلامي امارت چلند د ستایلو دی او زياته يې کړه، له افغان شخصیتونو سره د ارتباط کېمسیون دې نور هم خپلې هڅې ګړندۍ کړي، ځکه ډېر شمېر نور افغانان هم هېواد ته د راتګ نیت لري. همداراز د یو شمېر مهمو مسایلو په اړه يې خپلې مشورې او وړاندیزونه مولوي ذاکر سره شریک کړل.

د ریاست الوزارء سیاسي معاونیت د دفتر عمومي رئیس مولوي ذاکر، یادو کارپوهانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او هر افغان په کې مساوي حق لري.

د ښاغلي ذاکر په وینا، حکومت د کارپوهانو او شنونکو اصلاحي نیوکو ته په مثبت نظر ګوري او مسؤولین د ولس د غوښتنو په نظر کې نیولو سره خپلې چارې پر مخ وړي.

هغه زیاته کړه، اسلامي امارت په سیاسي او اقتصادي برخو کې د ځینو کړیو د اټکل پر خلاف ښه او مثبت پرمختګونه کړي دي.

مولوي ذاکر د خپلو خبرو په پای کې وويل، له افغان شخصیتونو سره د ارتباط کمېسیون خپل کار ته ژمن دی او د یادو شنونکو د مشورو له شريکولو څخه يې مننه وکړه.