د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ نن د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.
غونډې ته د کرنې او مالدارۍ سکټور د پراختیا ملي پالیسي وړاندې او له بحث وروسته تایید شوه. د کرنې او مالدارۍ سکټور میکانیزه کول، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ د څېړنیزو او ترویجي سیسټمونو پراختیا، د اوبولګونې سیسټمونو مدیریت، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ په برخو کې د پانګونې ملاتړ او باکیفیته کرنیزو او حیواني محصولاتو ته د خلکو لاسرسی د دې پالیسۍ اساسي موخې دي.
دغه راز په نننۍ غونډه کې د کبانو روزنې سکټور د پراختیا طرحه هم تر هراړخیز بحث وروسته تایید شوه. د دې طرحې له مخې به د هېواد په مختلفو سکټورونو کې د خصوصي سکټور د پانګونې له لارې په ۶۵۰۰ هکټاره ځمکه د کبانو د تولید او روزنې ۷۷۰۰ کوچني، متوسط او لوی فارمونه جوړ شي چې په تطبیق سره به یې په مستقیم ډول ۵۰ زره او په غیر مستقیم ډول ۲۵۰ زره هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شي.
همدارنګه د غونډې په پای کې د یوشمېر تعقیبي موضوعاتو راپورونه هم وړاندې شول، چې په اړه یې اړوندو ادارو ته لازمې سپارښتنې وشوې.
یادې پرېکړې د نهايي تصمیم په موخه د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظه الله تعالی دفتر ته واستول شوې.#