د اداري کمېسيون غونډه نن له غرمې مخکې د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د دې کمېسيون د غړو په ګډون ترسره شوه.
د غونډې په پيل کې ټاکل شويو کمېټو د خپلو ورسپارل شويو فعاليتونو او کړنو په اړه معلومات وړاندې کړل او وروسته د افغانستان بانک، د هوټلونو امارتي شرکت او امنيتي ارګانونو پر اړوندو موضوعاتو بحث او هر اړخيزه ارزونه وشوه او په اړه يې لازم تصميمونه ونيول شول.
په پاې کې، په اجنډا کې د شاملو موضوعاتو د لا زيات تدقيق په موخه جلا کمېټو ته دنده وسپارل شوه.#