ملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۱۰.۲ میلیارد افغانیو په ارزښت ۲۲ پروژې منظور کړې

ملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۱۰.۲ میلیارد افغانیو په ارزښت ۲۲ پروژې منظور کړې

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌ الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه نن په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. 

دې غونډې ته له اجنډا سره سم ۳۷ پروژې د منظورۍ لپاره وړاندې شوې. له بحث وروسته د ۱۰.۲ میلیارد افغانیو په ارزښت ۲۲ پروژې منظورې شوې او په ۷ پروژو کې بیا یو لړ تعدیلونه راغلل.

 همداراز د څلورو پروژو په اړه ټاکل شويو کمېټو ته دندې وسپارل شوې، څو د پروژو د قیمتونو په اړه له ګټونکو شرکتونو سره مذاکره ترسره او راپور یې د ملي تدارکاتو کمېسیون مشرتابه ته وړاندې کړي. د دوه پروژو قراردادونه بیا له دې امله لغوه شول، چې ګټونکي شرکتونه د قرارداد مطابق په ټاکل شویو قیمتونو د پروژو بشپړولو ته حاضر نه وو او پرېکړه وشوه چې دغه پروژې دې بیا ځلې ازادې داوطلبۍ ته وړاندې شي. یوه پروژه بیا له دې امله بیا ځلې ازادې داوطلبۍ ته وړاندې شوه، چې په ازاده داوطلبۍ کې د شرکتونو له لوري وړاندې شوي قیمتونه د پروژې له تخمیني قیمت څخه ډېر زیات وو. همدارنګه د یوې پروژې په اړه بیا اړونده ادارې ته هدایت وشو، چې د مختلط ټاکل شوي هیئت له لوري یې ترسره کړي.

همدا راز یو شرکت بیا د کاري تخلفاتو او ادارو د شکایتونو له امله د محرومیت کمېټې ته معرفي شو.

په منظور شویو او تعدیل شويو پروژو کې د قوش‌تیپې کانال دویم فاز، د کندهار ولایت احمدشاه بابا نړیوال هوايي ډګر ترمینل او پارکینګ جوړول، د فراه ولایت د مرکز اړوند د مسافرینو او باروړونکو موټرونو د ترمینل جوړول، د سمنګان ولایت د ایبک څخه روی دو آب پورې د ۲۰ کیلومتره سړک جوړول، د بدخشان ولایت په یاوان، د پکتیا ولایت په ډنډپټان او د هرات ولایت په ګلران ولسوالیو کې د عمومي روغتونونو جوړول او په مختلفو ولایتونو کې د برېښنا رسونې او توزیع پروژو د پاتې چارو بشپړول شامل دي. 

منظور شوې پروژې د افغانستان اسلامي امارت له لوري تمویلېږي.#