د اقتصادي نوبتي کمېسيون غونډه ترسره شوه

د اقتصادي نوبتي کمېسيون غونډه ترسره شوه

د محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه د روان لمریز کال د میزان میاشتې په ۲۵مه د سه‌شنبې په ورځ په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه

د اقتصادي کمېسیون په نوبتي غونډه کې تر هراړخیز بحث وروسته د وړاندیز شوو تعدیلاتو په نظر کې نیولو سره د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې کړنلاره تایید شوه. د بین‌الوزارتي کمېټې د رامنځته کېدو موخه د کورنۍ او بهرنۍ پانګونې د جلب او جذب د بهیر چټکتیا، د پانګونې د طرحو په طی‌مراحلو کې د اړوندو وزارتونو او ادارو ترمنځ همغږي، د پانګونې لپاره د مناسب چاپېریال او د چارو د ښه مدیریت زمینې برابرول او په افغانستان کې د پانګونې پروژو په اړه پانګوالو ته د لازمو معلوماتو چمتو کول دي.

په ناسته کې تر هراړخیز بحث وروسته د کابل ښار په یوولسمه ناحیه کې د عامه- خصوصي سکټور له لوري د جهان پارک د جوړولو طرحه په پرنسیپ کې تایید شوه او کابل ښاروالۍ ته دنده وسپارل شوه څو له قراردادي شرکت سره یوځل بیا د قرارداد د وخت او ځینو نورو اړینو مسایلو په اړه تخنیکي ناسته وکړي. د دغه طرحې له مخې خصوصي سکټور په ۱۵۰ جریبه ځمکه کې د ۹۶۰ میلیونه افغانیو په ارزښت پانګونه کوي، چې د عوایدو ۳۵ سلنه به کابل ښاروالۍ ته ورکوي. د دغه طرحې له مخې به یاد پارک د ۳ کلونو په موده کې بشپړ او د ښاري اصولو سره سم به ټول اړین سهولتونه ولري.

همدارنګه په دغه غونډه کې پرېکړه وشوه چې په کور دننه د مالګې د تولید، پروسس او د خپلې اړتیا د پوره کېدو په موخه دې د کانونو او پټرولیم وزارت د مالګې د تولید او پروسس د کورنیو فابریکو لپاره په خامو موادو رویالیټي راکمه کړي، د صنعت او سوداګرۍ وزارت دې د اړوندو ولایتونو په صنعتي پارکونو کې ځمکې ورکړي او په معیار د برابرو کورنیو تولیدي فابریکو په ګډون دې د ټولو فابریکو هراړخیز ملاتړ وشي او هغه فابریکې چې په معیار برابرې نه دي، مکلفې دې کړل شي چې په لنډ وخت کې ځانونه په معیار برابرې کړي څو هېواد د مالګې په برخه کې له کورنیو سرچینو خودکفایۍ ته ورسېږي. همدارنګه د خوړو او درملو ملي اداره مسئولیت لري چې بازار ته د بې کیفیته مالګې د وړاندې کېدلو مخنیوی په کلکه وکړي. همدا راز د ناستې په پای کې د اوبو او انرژۍ وزارت په مشرۍ ټاکل شوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه څو د اوبو بندونو او سیندونو د بستر د حریم اړوندو ملکیتونو د تثبیت او خونديتوب لپاره یوه جامع طرحه جوړه او د اقتصادي کمېسیون راتلونکي مجلس ته یې وړاندې کړي.