یو شمېر سیاسي شخصیتونو او د تېرې ادارې کارمندانو ته د مصؤنیت کارتونه ورکړل شول

یو شمېر سیاسي شخصیتونو او د تېرې ادارې کارمندانو ته د مصؤنیت کارتونه ورکړل شول

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي معاونیت د دفتر عمومي رئیس محترم مولوي ذاکرالله ذاکر، د تېرې ادارې یو شمېر مسؤلینو او پخوانۍ سناتورې واحده ساپۍ ته د مصؤنیت کارتونه ووېشل.

په دې ناسته کې له بهر څخه هېواد ته دغو راستنو شویو وویل، لېواله دي د افغانستان د پرمختګ او ابادۍ لپاره کار او له خپلو خلکو سره یو ځای په ګران هېواد کې باعزته ژوند وکړي.

دوی زیاته کړه، اوس د دې وخت دی، چې افغانان سره یو موټی او د خپل هېواد د ودانولو لپاره ګډ کار وکړي. د دوی په وینا، په بهر کې مېشت ډېری پخواني مسؤلین او افغان شخصیتونه هیواد ته د بېرته راتګ لېوال دي.

وروسته د ریاست الوزراء سیاسي معاونیت د دفتر عمومي رئیس محترم مولوي ذاکرالله ذاکر، راستنو شویو هېوادوالو ته هرکلی ووایه او زیاته یې کړه، افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی، هر افغان حق لري دلته په عزت او ډاډمنه فضا کې ژوند وکړي. 

محترم مولوي ذاکرالله ذاکر وویل، د اسلامي امارت له راتګ سره سم عمومي عفوه اعلان شوې او له هېچا څخه د پخوانیو دندو او مسؤلیتونو په اړه پوښتنه نه کېږي.#