د رياست الوزراء  مقام د دفتر عمومي رئیس د چین ولسي جمهوریت سفیر سره وکتل

د رياست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس د چین ولسي جمهوریت سفیر سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء مقام د دفتر لوی رئیس محترم الحاج ډاکټر ملا عبدالواسع نن له غرمې مخکې د افغانستان لپاره د چین ولسي جمهوریت سفیر ژاو شینګ سره په ارګ کې وکتل. 

د رياست الوزراء مقام د دفتر لوی رئیس په کابل کې د چین سفیر ته د ښه راغلاست ترڅنګ له افغانانو او حکومت سره د چین هیواد د مرستو یادونه وکړه او وې ویل، افغانستان او چین له پخوا راهیسې نږدې او پراخه اړیکې لري. 

نوموړي زیاته کړه، چین لومړنی هیواد و چې د اسلامي امارت سفیر یې ومانه او افغانستان ته یې خپل سفیر راواستاوه چې دا د دواړو هیوادونو د ښو اړیکو ښودنه کوي، هیله ده چې چین ولسي جمهوریت د اسلامي امارت په رسمیت پېژندلو کې هم خپلې هڅې و نه دریغوي.  

د افغانستان لپاره د چین ولسي جمهوریت سفیر وویل، د چین او افغانستان مناسبات له پخوا څخه ښه دي او له ۲۰۲۱ کال را وروسته په کې لا ښه والی راغلی. چین تل په نړیوالو سازمانونو او غونډو کې د افغانستان ملاتړ کړی. 

 نوموړي زیاته کړه، د چین او افغانستان ترمنځ سوداګري، صادرات او واردات او د خلکو تګ راتګ زیات شوی دی. تېر کال مو څه باندې یولس زره افغانانو ته د ویزې اسانتیاوې برابرې کړي چې له چین څخه لیدنه وکړي. 

محترم الحاج ډاکټر ملا عبدالواسع وویل، څرنګه چې د چهارچنار ماڼۍ د چین هیواد په همکاري سره رغول شوې ده، ورته توګه امید لرو چې په نورو بنیادي رغاونو کې هم د اړتیا سره سم د اسلامي امارت له حکومت سره خپله همکاري او توجه جاري وساتل شي. 

په کابل کې د چین سفیر زیاته کړه، په بامیانو کې د چین هیواد د برېښنا، په کندهار ولایت کې د روغتون او په تخار کې د امو د تېلو پروژو چارې روانې دي. د واخان لارې پرانیستې سره چین کومه ستونزه نه لري او د امنیتي اندېښنو د اساسي حل په صورت کې به په بېلابېلو برخو کې لا ډېر پرمختګونه رامنځته شي. 

د رياست الوزراء مقام د دفتر لوی رئیس محترم الحاج ډاکټر ملا عبدالواسع په پای کې وویل، اسلامي امارت د امنیت په برخه کې جدي دی او له همدې امله په ټول هیواد کې سراسري امنیت تامین دی. د چین هیواد د ګډې همکارۍ سره سم به د واخان لارې له پرانیستلو سره به د دواړو هیوادونو ترمنځ راکړه ورکړه او تګ راتګ زیات او په دغه مسیر کې امنیت لا ښه شي.