د رياست الوزراء اداري مرستيال د چين د فرهنګ او ګرځندوی وزارت مرستيال سره وکتل

د رياست الوزراء اداري مرستيال د چين د فرهنګ او ګرځندوی وزارت مرستيال سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن ماسپښين د چين د فرهنګ او ګرځندوی وزارت مرستيال ښاغلي لي کن او ورسره پلاوی سره، چې په کابل کې د چين سفير ښاغلي جاو شېنګ هم حضور درلود، وکتل. 

په پيل کې د چين د فرهنګ او ګرځندوی وزارت مرستيال ښاغلي لي کن په سيمه کې د افغانستان جغرافیوي اهميت ته په اشارې د مس عینک کان د استخراج لپاره د نښلونکي سړک د جوړېدو چارو په پيل خوښوي وښوده وې ويل، چين او افغانستان په مختلفو برخو کې تاريخي، نږدې او پياوړې اړيکي لري. 

ښاغلي کن وويل، په افغانستان کې د سراسري امنیت او د اسلامي امارت په څېر د واحد او خپلواک حکومت حاکميت دې ته زمينه مساعده کړه، چې د مس عينک کان پروژې کارونه له اوږد ځنډ وروسته پيل شي او په ساحه کې د لرغونو تاريخي اثارو خونديتوب موږ ته مهم لومړيتوب دی.

د چين د فرهنګ او ګرځندوی وزارت مرستيال وويل، چين له وړاندې په کور دننه د ورته يو بل کان د استخراج ښه تجربه لري، چې ورته لرغوني او تاريخي اثار يې درلودل. لومړی په ساحه کې د لرغونو اثارو د خونديتوب لپاره بشپړه سروې کوو او په يوې داسې طرحې هم کار کوو چې په راتلونکې کې به د افغانستان د کانونو د استخراج پر مهال د تاريخي اثارو د خونديتوب لپاره ګټوره تمامه شي. 

د چين مرستيال وزير زياته کړه، تمه لرو چې د افغان ملت له منځه راپورته شوی اسلامي نظام د خلکو د امنيت او ټولنيزې او اقتصادي هوساينې لپاره پایداره پاتې شي. 

د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د چين د فرهنګ او ګرځندوی وزارت مرستيال ښاغلي لي کن، په کابل کې د چين سفير جاو شېنګ او ورسره پلاوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ وويل، افغانستان له چين سره تاريخي او نږدې اړيکي لري او د تاريخ په اوږدو کې يې ښه دوست پاتی شوی دی. 

د رياست الوزراء اداري مرستيال د اقتصادي او مهم سياسي شريک په توګه له افغانستان څخه د چين د ملاتړ مننه وکړه وې ويل، چين دې د ملګرو ملتونو سازمان د امنيت شورا دايمي غړي په توګه په نړيوال سټيج د افغانستان د دريځ ملاتړ ته دوام ورکړي.

محترم مولوي عبدالسلام حنفي زياته کړه، د اسلامي امارت رهبري د واحد چين پاليسۍ او د چين د طرحه شويو لويو پروژو بشپړ ملاتړ کوي او هيله يې وښوده چې واخان کوريډور به د افغانستان او چين ترمنځ د اقتصادي اړيکو پراختيا کې مهم رول ولوبوي. 

د رياست الوزراء اداري مرستيال په افغانستان سراسري امنیت ته په اشارې د مس عینک پروژې د چارو پيل ستاينه وکړه او تمه يې وښوده، چې ژر تر ژره يې د استخراج عملي چارې پيل شي. 

د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د خپلو خبرو په پای کې، په افغانستان کې د اداري فساد صفر کېدل، د نشه يي توکو کر، قاچاق او استفادې پر وړاندې بريالۍ مبارزې او د لويو انکشافي پروژو چارو پيل يادونه وکړه او وې ويل، د ګاونډيو په شمول چين او ټول هيوادونه دې اطمینان ولري چې اسلامي امارت به هيچاته اجازه ور نه کړي چې د هغوی پر وړاندې د افغانستان له خاورې څخه استفاده وشي.#