د اسلامي امارت د رئيس الوزرا سياسي مرستيال د ميدان وردګو ولايت يو شمېر متنفذينو او قومي مشرانو سره وکتل

د اسلامي امارت د رئيس الوزرا سياسي مرستيال د ميدان وردګو ولايت يو شمېر متنفذينو او قومي مشرانو سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا سياسي مرستيال محترم مولوي عبدالکبير نن غرمه د میدان وردګو ولایت له يو شمېر متنفذينو او قومي مشرانو سره وکتل.
په دې کتنه کې چې په سپېدار ماڼۍ کې وشوه، د ميدان وردګو ولايت مشرانو د اسلامي امارت د ملاتړ د اعلان ترڅنګ د ياد ولايت د ستونزو په اړه خپل وړانديزونه او غوښتنې شريکې کړې.
محترم مولوي عبدالکبير د يادو مشرانو د ملاتړ او همکاريو د اعلان مننه وکړه وې ويل: ستاسو غوښتنې او وړانديزونه به د اسلامي امارت رهبري ته ورسوو.