د رياست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس د شاه جوی ولسوالۍ یو شمېر علماؤ سره وکتل

د رياست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس د شاه جوی ولسوالۍ یو شمېر علماؤ سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس محترم ډاکټر ملا عبدالواسع نن له غرمې مخکې د زابل ولایت د شاه جوی ولسوالۍ له یو شمېر علماؤ سره وکتل. 

په دې غونډه کې چې په ارګ کې ترسره شوه او د رياست الوزراء مقام د دفتر عمومي ریاست د سیاسي او ولسي چارو رئیس محترم شیخ محمود ذاکري هم حضور درلود، په پیل کې محترم مولوي محمد امین د نورو په استازولي خبرې وکړې او په هیواد کې د سرتاسري امنیت د تأمین او هیوادوالو ته د لازیاتې هوساینې په موخه یې په بېلابېلو برخو کې د اسلامي امارت لاسته راوړنې او د مسؤلینو هلې ځلې وستایلې.

 محترم مولوي محمد امین د شاه جوی ولسوالۍ د بازار د سړک د رغاولو، ښاري نظم د تطبیق په موخه د ښاروالۍ د ماسټر پلان د ترتیب او عملي کولو او د دې ولسوالۍ د عمومي مدرسې د بیارغاونې او ملاتړ په برخو کې د ولسونو غوښتنې او وړاندیزونه په لیکلي بڼه شریک کړل.

د رياست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس محترم ډاکټر ملا عبدالواسع له راغلو علماؤ د شاه جوی ولسوالۍ د خلکو د ستونزو د شریکولو په پار مننه وکړه او وې ویل، د اسلامي امارت مسئولین تل په بېلابېلو برخو کې هیوادوالو ته د لازمو اسانتیاؤ د برابرولو او غوره خدماتو هڅې کوي. 

د رياست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس د شاه جوی ولسوالۍ علماؤ ته د ولسونو د ستونزو د حل په موخه له اړوندو ادارو او مسئولینو سره د دوی د غوښتنو او وړاندیزونو د شریکولو ډاډ ورکړ.#