د جوزجان والي سره د رياست الوزراء اداري مرستيال کتنه

د جوزجان والي سره د رياست الوزراء اداري مرستيال کتنه

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې د جوزجان نوي والي محترم مولوي عبدالله سرحدي سره وکتل.

په دې کتنه کې لومړی د بامیانو مخکېني والي محترم مولوي عبدالله سرحدي، په دې ولایت کې د خپلو کړنو او فعالیتونو او د جوزجان خلکو ته د خدمت په برخه کې د خپلو پلانونو او برنامو په اړه د رياست الوزراء اداري مرستيال ته معلومات ورکړل.

محترم سرحدي زیاته کړه، د بامیانو د والي په توګه د خپل خدمت په کلونو کې یې تل کوښښ کړی چې د یاد ولایت خلکو ته په امنیتي، ټولنیزو، ښوونې او روزنې، روغتیا او نورو برخو کې ښه خدمات وړاندې کړي او اوس چې د اسلامي امارت د مشرانو او رهبري د لزوم دید له مخې د جوزجان خلکو ته د خدمت لپاره منصوب شوی، د دې ولایت د خلکو د خدماتو لپاره به ډېر کوښښ وکړي.

د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي محترم مولوي عبدالله سرحدي ته د ښه راغلاست ترڅنګ د بامیانو د والي په توګه د هغه د کړنو او هڅو قدرداني وکړه او وې ویل، په مرکز او ولایتونو کې د اسلامي امارت مسئولین خلکو ته د صادقانه خدماتو په موخه ځانونه مسئول ګڼي.

نوموړي زیاته کړه، د امنیت تأمین، د خلکو ستونزو ته رسیدګي، د وحدت او همدلي روحیې پیاوړتیا او د ژوند د بېلابېلو برخو د اسانتیاوو برابرول د اسلامي امارت له لومړیتوبونو څخه دي.

د رياست الوزراء اداري مرستيال همدارنګه ټینګار وکړ چې والیان او محلي مسئولین مکلف دي چې له خلکو سره ښه چلند ولري، د هغوی ستونزې له نږدې واوري او له اړوندو ادارو سره په همغږي د هغو د حل کوښښ وکړي.

محترم مولوي عبدالسلام حنفي هیله څرګنده کړه چې محترم مولوي عبدالله سرحدي په جوزجان ولایت کې هم د بامیانو په څېر د خدمت کولو په روحیه خپل مسئولیت په ښه توګه ترسره کړي او د دې ولایت د خلکو د هوساینې او ارامي د تامین په برخه کې موثر ګامونه واخلي.