د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال له یوشمېر مجاهدینو سره ولیدل

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال له یوشمېر مجاهدینو سره ولیدل

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن د مجاهدینو په حکومت کې د اوبو او برېښنا د وزیر انجینر سید محمد ایوب په مشرۍ له څو تنو پخوانیو جهادي قومندانانو سره وکتل.

دغو جهادي قومندانانو د اسلامي امارت او افغانانو پر مټ په هېواد کې د امریکا او غرب ماتې تاریخي او ارزښتناکه پېښه وبلله او په وینا یې دغه بریا د ټول اسلامي امت ویاړ دی.

دوی همدارنګه د اسلامي امارت لخوا د بیارغاونې د چارو په پيل خوښي څرګنده کړه او له اسلامي امارت سره د هر راز همکارۍ ډاډ یې ورکړ.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر، راغلو مېلمنو ته د ښه راغلاست تر څنګ وویل، اسلامي امارت د شوروي د یرغل پر مهال د مجاهدینو مبارزې او جهاد ته د قدر په سترګه ګوري. هغه وویل، د افغان ملت هغه ارمانونه چې د شوروي خلاف د جهاد له بریا وروسته ترلاسه نشول، د اسلامي امارت د پراخو قربانیو په پایله کې ترلاسه شوي او افغانان د اشغال خاتمې او د اسلامي نظام د حاکمیت له اړخه خپلو موخو ته رسېدلي دي.

نوموړي زیاته کړه، اسلامي امارت د هېواد د ملي اقتصاد احیاء او د بنسټونو رغاول خپل لومړیتوبونه بولي او هڅه کوي چې د افغانانو غوښتنو ته په وخت ځواب ووايي.