د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د سفر په جریان کې پرون د جوزجان ولایت قوشتیپې ولسوالۍ ته ولاړ.
په دې سفرکې د ریاست الوزراء اداري مرستیال د یادې ولسوالۍ د "چهارسای" شهیدانو سیمې ته ولاړ او د شهیدانو پاکو ارواوو ته یې دعا وکړه. وروسته یې د هغه ځای مدرسې څخه د لیدنې پرمهال طالبان د دیني علومو زده کړې ته وهڅول.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په دې سفر کې د جوزجان ولایت د قوشتیپې او درزاب ولسوالیو د امنیتي ارګانونو او ملکي ادارو یو شمېر مسئولینو، دیني علماوو، قومي مشرانو او ځوانانو سره په زمردسای نفتي سیمه کې وکتل.
نوموړي د اشغال په وخت کې د دې ولسوالیو د اوسېدونکو او مجاهدینو د قربانیو او سرښندنو په ځانګړي ډول د پخواني شوروي د اشغال په دوران کې د څلور زره مجاهدینو د شهادت یادونه وکړه او وې ویل، اسلامي امارت په الهي نصرت او د مجاهدینو او د افغان مجاهد ملت په سرښندنو بریالیتوب ته ورسېده.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال وویل، د اشغال له پایته رسېدو سره افغانان واقعي ازادي ته ورسېدل چې د دې ازادي ساتنه او دوام د متدینو افغانانو اتحاد او اتفاق ته اړتیا لري.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي څرګنده کړه، د اسلامي امارت مسئولین کوښښ کوي چې په ټولو برخو کې د خلکو ستونزو ته رسېدنه وکړي.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال زیاته کړه، له قوشتیپې کانال څخه یو فرعي کانال د کروندې او شبرغان ښار ته د څښاک اوبو د تامین په موخه جوړېږي.
مولوي عبدالسلام حنفي د دې په بیانولو سره چې په روان کال کې بېلابېلې انکشافي پروژې تر لاس لاندې دي وویل، دغه پروژې به په یو بل پسې په هیواد کې تطبیق شي.
د قوشتپې ولسوالۍ اوسېدونکو د ریاست الوزراء اداري مرستیال تود هرکلی وکړ او وې ویل، سوله او امنیت چې له ډېر وخت څخه د دوی هیله وه، د اسلامي امارت په حاکمېدو سره تأمین شوې.
دوی همدا راز د قوشتپې او درزاب ولسوالیو د سړکونو د قیر کولو او دغو ولسوالیو او نورو مهمو برخو ته د برېښنا انرژۍ لېږد منظوري یادونه وکړه او د دغو اقداماتو قدرداني یې وکړه.
په پای کې د قوشتپې ولسوالۍ اوسېدونکو له اسلامي امارت څخه خپل هر اړخیز ملاتړ اعلان او ډاډ یې ورکړ چې په هر ډول شرایطو کې به د دې نظام تر څنګ ودرېږي.