د رياست الوزراء اداري مرستيال د زندانونو چارو د تنظیم ادارې مسئولینو سره وکتل او اداري چارې یې وارزولې

د رياست الوزراء اداري مرستيال د زندانونو چارو د تنظیم ادارې مسئولینو سره وکتل او اداري چارې یې وارزولې

د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ القرآن و الحدیث مولوي هبةالله آخندزاده حفظه‌الله تعالی د حکم په اساس د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشري د تشکیلاتو او معاشونو د تنظیم کمېسيون له غړو متشکل پلاوي، نن د زندانونو چارو د تنظیم ادارې مسئولینو سره په ناسته کې د هغې ادارې د اداري چارو او د محبوسینو د وضعیت په اړه بحث او خبرې وکړې.

په دې ناسته کې یې د زندانونو اداري چارې، روغتیایي وضعیت، د ټولو محبوسینو حقوقي او شرعي مسائل، د اداري خدماتو ښه والی، د حفظ‌الصحې تأمین او په مرکز او ولایتونو کې د زندانیانو چارو ته ښه رسېدنه وارزوله.

همدارنګه اړوند مسئولین موظف شول چې له محبوسینو سره د اسلامي شریعت مطابق او شرعي حقونو ته په پام چلند وکړي او د هغوی اساسي اړتیاوو ته د رسېدنې او د اداري نظم او شفافیت د لوړولو په برخه کې عملي او جدي اقدامات وکړي.

په همدې ترتیب، محترم مولوي عبدالسلام حنفي او مل پلاوي په هغه سیمینار کې چې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د ولایتونو د محبسونو مسئولینو ته جوړ کړی و، ګډون او د وینا پرمهال یې په یادو مواردو ټینګار وکړ.