د رياست الوزراء سیاسي مرستیال د رسنيو يو شمېر مسؤلينو او د سياسي چارو شنونکو سره وکتل

د رياست الوزراء سیاسي مرستیال د رسنيو يو شمېر مسؤلينو او د سياسي چارو شنونکو سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن د رسنیو یو شمېر مسؤلینو او د سیاسي چارو شنونکو سره وکتل. 

په پيل کې د سياسي چارو شنونکو وویل، له هر څه ورته اسلامي او ملي ارزښتونه لومړیتوب لري او هڅه کوي ترڅو په رسنیز ډګر کې د افغانستان واقعیتونه له خلکو او نړۍ سره شریک او د اسلامي امارت پر وړاندې د ناسمو تبلیغاتو مخه ونیسي. 

سیاسي کارپوهانو زیاته کړه، که څه هم په هیواد کې د اسلامي امارت له بریا وروسته ډېرې ستونزې حل شوي او اصلاحات راغلي، خو د پرمختګونو لړۍ بايد همدغسې دوامداره وساتل شي.

هغوی همداراز څرګنده کړه، د افغانانو تر منځ ملي یووالی د هیواد د پرمختګ سبب شوی او دغه راز د حکومت او ملت تر منځ واټن له منځه تللی دی.

دغو کارپوهانو وویل: د اسلامي امارت اوسنی نظام په تېره یوه پېړۍ کې بېساری دی، ملت او حکومت بايد په ګډه د شته اسلامي نظام او سرتاسري امنیت پاېښت لپاره کار وکړي.

دغو سیاسي شنونکو او د رسنیو مسؤلینو د خپلو وړانديزونو پر مهال وویل، د سیاسي کارپوهانو او کورنیو رسنیو ملاتړ د اسلامي امارت او افغانستان په ګټه تمامېدای شي.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر، د رسنیو د مسئولینو او سیاسي شنونکو هڅې وستايلې وې ويل، د ټولو ادارو دروازې د افغانانو پر مخ پرانیستې دي او هیوادوال کولای شي د ستونزو د حل او غوره حکومتوالۍ په موخه خپلې مشورې له چارواکو سره شریکې کړي.

محترم سیاسي مرستیال زياته کړه، اسلامي امارت د مسؤل او حاکم نظام په توګه بهرني او کورني سیاست کې ښه پرمختګونه کړي او دا مهال په سیمه او نړۍ کې له یو شمېر هیوادونو سره د رسمي تعامل لړۍ د پراخېدو په حال کې ده. د ملت او حکومت تر منځ یووالی د کورنۍ سیاست اساسي کرښې دي.

محترم مولوي عبدالکبیر وویل، اسلامي امارت د ګاونډيو هيوادونو په شمول د نړۍ هېڅ هيواد سره ستونزې نه غواړي او د دوحې تړون ته ژمن دی.

محترم مولوي عبدالکبیر زياته کړه، اسلامي امارت د افغانانو د ګډو قربانیو په پایله کې رامنځته شوی او ټول يې بايد د تقويت لپاره هڅې وکړي.  

د غونډې په پای کې، محترم مولوي عبدالکبیر ډاډ ورکړ چې حکومت د رسنيو او رسنيزو فعاليتونو ملاتړ کوي او وې ويل، په وړانديزونو به يې غور وشي.#