له افغان شخصیتونو سره د تماس او د هغوی د راستنولوکمېسیون په تېره اداره کې د پوځ د یو تن تورن جنرال حفيظ الله نظري په ګډون څو تنو ته د مصونیت کارتونه ورکړل.
د یادکمېسیون د دارالانشأ رئیس محترم مولوي ذاکرالله ذاکر دغو راستنو شویو پخوانیو پوځیانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، اسلامي امارت له عمومي عفوې وروسته له هیچا د پخوانۍ دندې او کړنو پوښتنه نه ده کړې او د عفوې فرمان په بشپړ ډول عملي شوی دی.
ښاغلي ذاکر زیاته کړه، د مصونیت د کارت له ترلاسه کولو وروسته ټولې حکومتي ادارې په ځانګړې همکارۍ کولو مسوولې دي او د اړتیا په صورت کې د مصونیت کارت لرونکو سره اړینه همکاري کېږي.
له بهره راغلي پخواني لوړپوړي پوځي هېواد ته د راتګ په برخه کې د اسلامي امارت د همکارۍ مننه وکړه او د افغانستان په کچه یې پر بشپړ امن خوښي څرګنده کړه. دوی وویل، افغانان د جګړو پلوي نه دي او له اسلامي امارت سره د هېواد د ابادۍ او تلپاتې امن د ساتلو لپاره همکارۍ ته دوام ورکوي.