د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن په جلاجلا ناستو کې د ننګرهار، سمنګان او پکتیا ولایتونو له یوشمېر قومي مشرانو او مخورو سره په سپېدار ماڼۍ کې ولیدل.
په دې ناستو کې د ننګرهار ولایت د مومندرې او شینوارو اتو ولسوالیو، د پکتیا د سیدکرم ولسوالۍ او د سمنګانو ولایت قومي مشرانو ګډون درلود.
په پیل کې د ننګرهار د شینوارو اتو ولسوالیو قومي مشرانو او علماوو د ریاست الوزراء سیاسي معاونیت له همکاریو په مننې وویل، اسلامي امارت په لنډه موده کې د ولسونو د اساسي ستونزو د حل لپاره اقدامات کړي دي.
د دغو مشرانو په وینا، د بشپړ امن په راتګ سره ډېرې ناخوالې له منځه تللي او ولسونه اجازه نه ورکوي چې په هېواد کې شته امن او اسلامي نظام ته ضرر ورسېږي. دوی زياته کړه، د ننګرهار ولسونه د اسلامي نظام په راتګ خوشاله او ورسره هر راز همکارۍ ته چمتو دي.
د شینوارو قوم مشرانو په بېلابېلو برخو کې خپلې ستونزې د ریاست الوزراء له سیاسي مرستیال سره شریکې او په ننګرهار کې یې د بنسټیزو پروژو پلي کولو غوښتنه وکړه.
همدارنګه د مومندرې ولسوالۍ یوشمېر قومي مشرانو په خپلو سیمو کې د لومړنیو خدماتو وړاندې کولو او پراختیايي چارو د ترسره کولو غوښتنه وکړه وې وویل، په مومندره کې خلک د روغتیايي مرکزونو له کمښت سره مخ دي او اړتیا ده چې دې ولسوالۍ ته ځانګړې پاملرنه وشي.
دېته ورته د سمنګانو ولایت قومي مشرانو په هغه ولایت کې ځوانانو ته د کارموندنې او سړکونو د رغولو غوښتنه وکړه.
وروسته د پکتیا ولایت د سیدکرم ولسوالۍ قومي مشرانو په خپلو سیمو کې د قومي دښمنیو په لمنځه وړلو او پخلاینه کې د اسلامي امارت هڅې وستایلې وې ویل، د پکتیا ولسونو لپاره دې اساسي پراختیايي پروژې عملي شي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر، ټولو راغلو قومي مشرانو او مخورو ته د ښه راغلاست پر مهال وویل، ملت پر نظام حق لري او اسلامي نظام ولسونو ته خدمت کول خپل مسؤلیت بولي.
د رياست الوزراء سیاسي مرستیال په وینا، اسلامي امارت په ټولو سیمو کې د متوازن انکشاف هڅې کوي او غواړي چې ټولو سیمو ته پراختیايي پروژې ورسوي.
محترم مولوي عبدالکبیر څرګنده کړه، اسلامي نظام د خلکو له منځه او د هغوی په همکارۍ رامنځته شوی او ولسونه کولای شي په زغرده خپل نظرونه او وړاندېزونه له مسؤلینو سره شریک کړي.
د رياست الوزراء سياسي مرستيال د خپلو خبرو په پای کې ډاډ ورکړ چې د راغلو قومي مخورو پر غوښتنو به غور وشي او د حل لپاره به یې اړونده ادارو ته ولېږي.#